1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستشمالي کوریا

«اوکراين کې د شمالي کوريا ۳۰۰۰ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې»

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس، فرانس پريس، رويترز، ډي پي ای
۱۴۰۳ دی ۲۴, دوشنبه

جنوبي کوريا ويلي دي چې د اوکراين په جګړه کې له شاملېدو راهېسې د شمالي کوريا ۳۰۰۰ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. زيلنسکي په دې منځ کې وړاندیز کړی چې د شمالی کوريا جنګي بنديان د اوکرايني بنديانو سره تبادله کيدلای شي.

https://p.dw.com/p/4p6I1
په اوکراين کې د شمالي کوريا نيول شوي عسکر
جنوبي کوريا ملي استخباراتي ادارې ویلي ول چې شمالي کوريا روسیې ته په اوکراين کې د جنګېدو په موخه کابو ۱۲۰۰۰ عسکر استولي دي.انځور: Kim Jae-Hwan/SOPA Images/Sipa USA/picture alliance

د جنوبي کوريا استخباراتي ادارې ويلي دي چې د اوکراين پر وړاندې د روسیې په جګړه کې د شمالي کوريا د عسکرو د تلفاتو شمير تر ۳۰۰۰ لوړ شوی دی.

د جنوبي کوريا د پارلمان استازي لي سيونګ – کوين، له استخباراتي ادارې سره تر يوې معلوماتي غونډې وروسته خبريالانو ته وويل: «د رپوټونو پر اساس روسیې ته د شمالي کوريا د عسکرو استقرار د کورسک سيمې ته د غځولو په موخه پراخ کړل شوی دی او داسې اټکل کيږي چې د شمالي کوريا د عسکرو د مرگژوبلې شمیر تر ۳۰۰۰ اوښتی وي.»

لي، زياته کړه چې «تقريباً ۳۰۰ کسان وژل شوي او ۲۷۰۰ نور ټپيان دي.»

د تېر میلادي کال په اکتوبر میاشت کې د جنوبي کوريا ملي استخباراتي ادارې ویلي ول چې شمالي کوريا روسیې ته په اوکراين کې د جنګېدو په موخه کابو ۱۲۰۰۰ عسکر استولي دي.

اړونده موضوغ: شمالي کوریا د اوکراین ماموریت له پاره د سرتیرو استولو رپوټ رد کړ

په جون میاشت کې د شمالي کوريا او روسیې د حکومتونو ترمنځ لاسليک شوی يو تړون له دسمبر میاشتې څخه عملي شوی دی. دا تړون دواړې غاړې مکلفوي چې د بل په خاوره به حملې په صورت کې پوځي مرستې مرسته کوي او دا چې د لوېدیځ بندیزونه به په ګډه دفع کوي.

زيلنسکي شمالي کوريا ته د بنديانو د تبادلې وړاندیز کړی

د اوکراین ولسمشر ولوديمير زيلنسکي، د يکشنبې په ورځ وويل دی چمتو دی چې د شمالي کوريا واکمن کيم جونګ اون، ته د دغه هېواد عسکر د اورکرايني زندانيانو په بدل کې چې په روسيه کې بنديان دي، وسپاري.

زیلنسکي، د ټولنیزو رسنیو له لارې ويلي: «د شمالي کوريا پر لومړي نيول شوي سرتیري سربیره به پرته له شکه نور [نيول شوي عسکر] هم موجود وي. دا يوازې د وخت خبره ده چې زموږ ځواکونه نور هم ونيسي.»

د اوکراين ولسمشر يوه ويديو هم خپره کړه چې په هغه کې د جنوبي کوريا له دوو جنګي بنديانو څخه د پوښتنو ګرويږنو صحنې ليدل کيږي.

زيلنسکي، زياته کړې ده چې د شمالي کوريا د هغو عسکرو له پاره به نور انتخابونه هم موجود وي چې نه غواړي بيرته ستانه شي او «هغوی ته به چې په خپله ژبه [کوريايي ژبه] د رښتيا په خپرولو سره د سولې د راوستلو هیله لري، دا فرصت ورکړل شي.»

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب