م.م.: د افغانستان سره به مرستې جاري وساتو
۱۴۰۱ دی ۹, جمعهد افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو مرستو انسجام کوونکي راميز الکباروف د پنجشنبې په ورځ په نيويارک کې وويل چې دغه سازمان به د افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي. هغه وويل: »دا مهمه ده چي موږ مخ په وړاندې مرستو ته ادامه ورکړو.« هغه زياته کړه چې د افغانستان د اړمنو انسانانو سره د خوراکي توکو يا طبي مرستې نبايد چې مشروطې وي.
د طالبانو توندلارې ډلې تېره اونۍ په کورنيو او بهرنيو غير دولتي مؤسسو کې د مېرمنو پر کار بنديز ولگاوه. د ياد اعلان وروسته يو شمېر سازمانونو په افغانستان کې خپل کارونه ودرول.
ملگرو ملتونو بیا د طالبانو حکومت او میانمار د استازو منل وځنډول
له هغه مخکې طالبانو د انجونو او مېرمنو پر مخ د پوهنتونونو دروازې تړلي وې. طالبانو له شپږم ټولگي څخه پورته صنفونو لپاره هم د انجونو پر ښوونځيو بنديز لگولی دی. د جي ۷ دولتونو او په همدې شان ملگرو ملتونو د طالبانو يادې پرېکړې وغندلې او د دغو پرېکړو د په سمدلاسه توگه بېرته اخيستلو غوښتنه يې وکړه.
الکباروف وويل چې د طالبانو سره د خبرو اترو کولو لپاره به هڅو ته ادامه ورکړي چې هغوی بېرته ښځو ته د کار او انجونو ته و ښوونځيو ته د تلو اجازه ورکړي.
په راتلونکو اونيو کې به د بېړنيو مرستو لپاره د ملگرو ملتونو انسجام کوونکی مارتين گريفيتس و افغانستان ته سفر وکړي. د الکباروف په وينا د ستونزو د هواري لپاره خبري اتري او ډيالوگ بهترينه لاره ده. هغه زياته کړه چې طالبانو په تيرو وختونو کې د فشار په وړانديز مثبت غبرگون نه دی ښودلی.
آ./ا.ا./ن.ز.