م.م. د واکسين پر نابرابر وېش اندېښنه څرګندوي
۱۴۰۰ فروردین ۷, شنبهد ملګرو ملتونو له ۱۹۳ غړو هېوادونو څخه لوی اکثريت يې د کرونا ضد واکسين ته د برابر لاسرسي پلوي کړې ده. يوازې ۱۳ هېوادونو په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په خبره د لبنان په نوښت د دغې سياسي بيانيې ملاتړ نه دی کړی. د هغوی په جمله کې شمالي کوريا، ميانمار، سوريه، د مرکزي افريقا جمهوريت، سويلي سودان او سېشل ټاپوګان هم راځي.
د دغې بيانيې لاسليک کوونکي «ژوره اندېښنه» څرګندوي چې د ټولو نړيوالو تړونونو، هلو ځلو او بيانيو خلاف د کوويد-۱۹ په وړاندې د واکسينو وېش ډېر نابرابر صورت نيسي، نه يوازې د هېوادونو تر منځ، بلکې په هېوادونو کې دننه هم دغه نامساوات صورت نیسي.
له دې کبله لاسليک کوونکي هېوادونه ځانونه مکلف بولي چې له واکسين سره د «نړيوالې عامې شتمنۍ په څېر چلن وشي» او ټولو ته د عادلانه او منصفانه لاسرسي تضمين ورکړي. په دې موخه په ياد متن کې د کوواکس په نوم د کرونا د واکسین نړیوال کمپاين يو «وړ ميکانيزم» بلل شوی دی.
کوواکس هم ستونزې لري
اصلا کوواکس غوښتل چې د می مياشتې تر پای پورې تقریبا سلو غريبو هېوادونو ته څه نا څه ۲۴۰ ميليونه دوزه د کرونا واکسین ولېږي. خو دغه هڅه له دې کبله ناکامه شوه چې د هند د سېروم د انستيتوت په نوم د واکسينونو يوه جوړونکي شرکت له ستونزو سره مخامخ شوی دی. دغه انستيتوت د آسترازنيکا واکسين توليدوي او د خپل داخلي بازار سربېره کوواکس ته هم واکسينونه په اختيار کې ورکوي. خو دا چې په هند کې خپله د کرونا واکسينو ته ډېره اړتيا ده، نو د نوي ډهلي حکومت اوس مهال د دغو واکسینو صادرات بند کړي دي.
بل لوري ته د روغتيا نړيوالې ادارې په شتمنو هېوادونو باندې غږ کړی دی چې هر څومره زر د غريبو هېوادونو له پاره د واکسين د دوزونو په بڼه بسپنې برابرې کړي. د روغتيا د نړيوالې ادارې مشر، تيدروس ادهانوم غيبريسوس، په ژنيو کې وويل چې د راتلونکو څو ورځو په ترڅ کې د کرونا ضد لس ميليونو دوزه واکسین ته اړتيا ده. له دې لارې کېدای شي هغه هېوادونه هم واکسيناسيون پيل کړي چې د اپريل مياشتې تر پيله پورې ورته اصلا د اوسنيو شرايطو له مخې د واکسيناسيون مواد نه لېږل کيږي. د روغتيا د نړيوالې ادارې په حواله ۳۶ هېوادونو ته تر اوسه پورې د کرونا ضد واکسین يو دوز هم نه دی رسېدلی.
زموږ له آرشیف څخه: