یونیسیف د ۲۰۲۲م کال له پاره بې سارې پیسو ته اړتیا لري
۱۴۰۰ آذر ۱۷, چهارشنبهد ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسیف د ۲۰۲۲م کال له پاره بې سارې بودجې ته اړتیا لري. دغه صندوق د سه شنبې په ورځ په ژنیو کې د ۹،۴ میلیارده ډالرو بسپنې ورکولو غوښتنه وکړه. دغه څه د ۲۰۲۱م کال په پرتله ۳۱ سلنه زیاتوالی ښيې. په ټوله کې یونیسف غواړي د نړۍ په ۱۴۴ هیوادونو کې د ۱۷۷ میلیونه کم سنه ماشومانو او د هغوی له کورنیو سره مرسته وکړي.
د یونیسف په خبره د ماشومانو برخلیک چې د شخړو او د اقلیم د بدلون په پایله کې اغیزمن شوی، د کرونا وبا او مخ پر زیاتیدونکې بې وزلۍ له کبله رامنځ ته شوي ناوړه اقتصادي وضعیت له وجې به نور هم خراب شي. د یونیسف مشرې هینریتا فوره ویلي دي چې «د تل په څیر ماشومان په دې کړکیچ کې تر ټولو زیات اغیزمن شوي دي. هغوی عاجلې مرستې ته اړتیا لري.»
د یونیسف د مشرې په خبره یوازې په افغانستان کې د کم سنه ماشومانو له پاره دوه میلیارده ډالرو ته اړتیا ده. زیاته شوې ده چې هلته په میلیونونو ماشومان له سختې لوږې سره مخامخ دي.
د سوریې د مهاجرو له پاره یونیسف ۹۰۰ میلیونه ډالر په پام کې لري. پر دې سربیره نور ستر بشري ماموریتونه په یمن، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت او ایتوپیا له پاره پلان شوي دي.
زموږ له آرشیف څخه: