په ملګرو ملتونو کې د اتو هیوادونو د رای ورکونې حق ځنډول شوی
۱۴۰۰ دی ۲۳, پنجشنبهد ملګرو ملتونو سر منشي د دغه سازمان عمومي غونډې ته په لیږل شوي یوه لیک کې ویلي دي چې ایران، وینزیویلا او سوډان د ملګرو ملتونو د پورونو د نه ادا کولو له امله خپل د رای ورکولو حق له لاسه ورکړی دی. ایران ویلي دي چې د امریکا د بندیزونو له کبله یې بودیجه کمه شوې ده.
انتونیو ګوتیرش ویلي دي چې په مجموعي ډول یولس هیوادونه د خپلو پورونو د ادا کولو په برخه کې پاتې راغلي دي. له دې ډلې اتو یې په ملګرو ملتونو سازمان کې خپل د رای ورکونې حق له لاسه ورکړی دی. په دې کې ایران، وینزویلا، سوډان، انټیګوا، باربودا، کانګو، ګانا، پاپوا نیوګني او ونواتو هیوادونه شامل دي.
ولې دغو هیوادونو د رای ورکونې حق له لاسه ورکړ؟
د ملګرو ملتونو سازمان د منشور له مخې که د یوه غړي هیواد پاتې پورونه، په تیرو دوو کلونو کې له ادا کړل شوو پیسو سره برابر او یا هم ترې زیات شي، نو هغه خپل د رای ورکونې حق له لاسه ورکوي.
خو که «غړی هیواد د وضعیت د کنترول وتلو» له امله پورونه نه شي ادا کولی، عمومي غونډه دغه هیواد ته د رای ورکونې اجازه ورکولی شي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي وویل چې د ۲۰۲۲م کال له پاره د کومورو جزائر، ساوتوم، پرنسپي او سومالیه پر دغو شرایطو برابر ول.
ایران د خپل رای ورکونې حق د بیرته ترلاسه کولو له پاره باید تر ۱۸ میلیونه ډالرو ډېري پيسې ادا کړي. تیر کال هم ایران د پورونو د نه ادا کولو له امله خپل د رای ورکونې حق له لاسه ورکړی وو.
وینزویلا باید ۴۰ میلیونه ډالره، په داسې حال کې چې سوډان بیا باید ۳۰۰ زره ډالره پور ادا کړي. نور پنځه هیوادونه باید خپل د رای ورکونې حق د بیرته ترلاسه کولو له پاره هر یو یې نږدې ۷۵ زره ډالره ادا کړي.
پر امریکا د ایران غوسه
ایران د ۲۰۲۱م کال په جنورۍ کې هم د پور د نه ادا کولو له کبله په ملګرو ملتونو کې خپل د رای ورکونې حق له لاسه ورکړی و. ایران ویلي ول چې د امریکا د بندیزونو له امله دغه هیواد د ډیرې کمې کچې پور هم نه شي ادا کولی.
تر څو میاشتنیو خبرو اترو وروسته ایران ته مستثنا کړای شو، د امریکا له خوا بند کړای شوو پيسو ته د لاسرسي اجازه ورکړل شوه او په جون میاشت کې د امنیت شورا د نوو غړو د انتخابولو تر وخته پورې د ایران د رای ورکونې حق بیرته ورکړل شوی وو.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي ول چې ایران په بشپړ ډول د خپل غړيتوب د پيسو ادا کولو پر ژمنې ولاړ دی، خو «د امریکا د ظالمانه او غیر قانوني بندیزونو له امله» دغه پیسې نه شې ادا کولی.
په دسمبر مياشت کې د ملګرو ملتونو له خوا تصویب شوې عملیاتي بودیجه شاوخوا ۳ میلیارده ډالره ده. د سوله ساتو عملیاتو بودیجه له دې څخه جلا ده چې د ۲۰۲۱م کال په جون میاشت کې شپږ نیم میلیارده ډالره تصویب شوې وه.
آژانسونه: ش.ن/ن.ز