اوکراین: شمالي کوریا روسیې ته خپل جنرالان او پوځيان استولي
۱۴۰۳ آبان ۱۰, پنجشنبهد ملګرو ملتونو د امنیت شورا د چهارشنبې ورځې غونډې ته اوکرايني پلاوي په خپله چمتو کړې وینا کې وویل چې روسيې ته د شمالي کوریا د لږ تر لږه ۵۰۰ استول شوو افسرانو په ډله کې درې جنرالان هم شامل دي.
پلاوي په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې د شمالي کوریا د خلکو پوځ پلان لري چې لږ تر لږه په پنځو واحدونو کې چې په هر یوه کې ېې د ۲۰۰۰ تر ۳۰۰۰ عسکر وي تنظیم او د دې له پاره چې حضور ېې پټ وي په روسي واحدونو کې ادغام کيږي.
د جنوبي کوریا د استخباراتو ادارې ويلي دي چې ممکن ځینې جنرالان له یو کم شمېر ځواکونو سره د مخه د جګړې ډګر ته تللي وي.
روسيې له کله یې چې پر اوکراین پوځي یرغل کړی د شمالي کوریا ځواکونو ښکېلتیا ېې نه ده رد کړې. روسیې د ۲۰۲۲م کال په فبروري کې پر اوکراین پوځي یرغل وکړ.
شمالي کوریا تر یو ابتدایي انکار وروسته، د ځواکونو له استخدامه دفاع کړې او وايي چې دغه اقدام له نړېوال قانون سره همغږی دی.
د مسکو پلاوې، واسيلي نبنزیا، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه ورته غونډه کې وویل چې شمالي کوریا سره د مسکو پوځي تعامل نړیوال قانون نه نقضوي او مسکو حق لري چې له خپلو متحدینو مرسته وغواړي.
اوکراین په دغو جنرالانو کې یو هم د ارشد جنرال کیم یونګ بوک یادونه کړې چې د شمالي کوریا د استخباراتو په خبره روسیې ته استول شوی دی. بوک د یوې قول اردو (XI Corps) په ګډون د ځانګړو ځواکونو قوماندان دی.
په امریکا متحده ایالاتو کې واقع په ستیمسن مرکز کې د شمالي کوریا د رهبرۍ د چارو کارپوه، مایکل مدن وايي داسې ښکاري چې د شمالي کوریا د دغه جنرال پوځي رول لاپسې لوړ شوی وي.
د رويټرز خبري آژانس د رپوټ پر اساس، جنرال کیم د روان کال په جریان کې په اوو مراسمو کې، له هغې جملې د ځانګړو ځواکونو په تمریناتو کې، د شمالي کوریا له رهبر، کیم یونګ اون، سره لیدل شوی دی.
مدن وايي: «دا د شمالي کوریا د خلکو پوځ (KPA) یو تر ټولو لوی او تقریباً بې مخينې استقرار دی.» دغه امریکايي کارپوه په دې نظر دی چې جنرال کیم یونګ بوک به په روسیه کې د شمالي کوریا د رهبر استازی وي.
(Reuters)mks/nz
له آرشیف څخه (17.03.2022):