1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

امریکا په کيف کې د احتمالي هوايي حملو په دليل خپل سفارت تړلی

۱۴۰۳ آبان ۳۰, چهارشنبه

ولسمشر جو بایدن، چې د ولسمشرۍ دورې دوه مياشتې وخت یې پاتې دی، غواړي چې په اوکراين کې د پرسونل ضد امريکایي ماينونو د کارولو اجاره ورکړي. په همدې حال کې امريکا په کيف کې د احتمالي هوايي بريدونو په دليل خپل سفارت تړلی دی.

https://p.dw.com/p/4nCCH
په کیف کې د امریکا سفارت ودانۍ
امريکا د اوکراین پلازمېنه کيف کې د احتمالي هوايي بريدونو په دليل خپل سفارت تړلی دی.انځور: Edgar Su/REUTERS

د امریکا متحده ایالاتو یوه چارواکي تائید کړې چې واشنګټن به د اوکراین د دفاعي وړتیا د لوړولو له پاره کیف ته د پرسونل ضد ماینونه چمتو کړي. دغه چارواکي زیاته کړې چې اوکراین به له دغو ماینونو د ځان د دفاع په موخه د خپل قلمرو په لږ نفوس لرونکو علاقو کې استفاده وکړي.

چارواکي وايي دغه ماینونه «غیر دایمي» ډوله دي، په دې معنی چې د بطرۍ چارچ په خلاصېدو سره ېې نور له کاره لوېږي.

د پرسونل ضد ماینونو اقدام، له اوکراین څخه د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر جوبایدن د قوي ملاتړ ژمنو یوه برخه ده. خو دا چې د امریکا منتخب ولسمشر دونالد ترمپ به له اوکراین څخه پوځي ملاتړ ته همدا ډول ادامه ورکړي او که نه، روښانه نه ده.

په کيف کې د بريد تر خبرداري وروسته د امريکا سفارت تړل شوی

په کیف کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت ته د چهارشنبې په ورځ د یوې بالقوې مهمې هوايي حملې معلومات رسېدلي چې له کبله به ېې سفارت تړلی وي.

د امریکا ولسمشر، جو بایدن (ښي لور) او د اوکراین ولسمشر، ولادیمر زیلنسکي
ولسمشر جو بایدن، چې د ولسمشرۍ دورې دوه مياشتې وخت یې پاتې دی، غواړي چې په اوکراين کې د پرسونل ضد امريکایي ماينونو د کارولو اجاره ورکړيانځور: Jim Watson/AP/picture alliance

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي چارو څانګې په یوه اعلامیه کې ويلي چې د چهارشنبې په ورځ د مهمې هوايي حملې معلومات ېې ترلاسه کړي چې له کبله به ېې په کيف کې د امریکا سفارت تړلی وي.

دغه اعلامیه چې په کیف کې د امريکا سفارت پر ويب پاڼه خپره شوې، پکې راغلي چې «د ډېر احتیاط په موخه به، سفارت تړلی وي او کارکوونکو ته ېې سپارښتنه شوې چې ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي.» 

په اعلامیه کې زیاته شوې چې «د امریکا متحده ایالاتو سفارت د امریکا متحده ایالاتو اتباعو ته سپارښتنه کړې چې د هوايي حملې د الارم غږولو په صورت کې په فوري توګه امن ځای ته پناه وړلو ته چمتو وي.«

دغه خبرداری یوه ورځ وروسته له هغې ورکول کيږي چې اوکراین د روسيې په خاوره کې د امریکا ساخت اټکمز (ATACMS) توغندیو استفاده وکړه. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، جو بایدن، اوکراین ته اجازه ورکړې چې د امریکا ساخت دغو اوږد واټن وېشتونکو توغندیو باندې د روسيې په خاوره کې اهداف په نخښه کړي.

روسیه له مياشتو راهیسې غرب ته خبرداری ورکوي که چېرته واشنګټن اوکراین ته اجازه ورکړي چې پر امریکايي، بریتانوي او فرانسوي توغندیو د روسيې په خاوره کې حملې وکړي نو مسکو به دا په اوکراین کې جګړه کې د ناټو د دغو غړو مستقيمه ښکيلتا وګني.»

د روسيې ولسمشر، ولاديمیر پوتین، په اکتوبر کې خبرداری وکړ که اوکراین د امريکا پر وسلو د روسيې په خاوره کې حمله کوي، نو مسکو به ېې ځواب ورکړي.

(Reuters)mks/bs