امریکا: روسیې پر نړۍ د نفوذ له پاره میلیونه ډالر مصرف کړي
۱۴۰۱ شهریور ۲۳, چهارشنبهد امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له لوي د سې شنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د سپتمبر۱۳مه) خپرو شویو استخباراتي معلوماتو پر اساس مسکو د ۲۰۱۴م کال راهیسې شاوخوا ۳۰۰ میلیونه ډالر د یو شمیر هیوادونو سیاسي ګوندونو او د دوی استازو ته لیږلي دي ترڅو د نړۍ پر سیاست خپل نفوذ ولري.
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له لوري د خپاره شوي رپوټ په حواله مسکو په دې موده کې پر لسګونو هیوادونو د نفوذ لرلو هڅه کړې، خو په رپوټ کې د کوم هیواد نوم نه دی اخیستل شوی.اوکراین واېې د روسي ځواکونو د ایران ساخت ډرون ېې راغورځولی
د امریکا یوې حکومتي سرچینې چې د راپور له موندلو خبره ده، پر روسیې تور پورې کړی دی چې مسکو په ۲۰۱۷م کال کې د البانیا ښی اړخي ديموکراتیک ګوند ته ۵۰۰ زره امریکايي ډالر استولي دي او دا چې مسکو همدا راز په ماداګاسکار، مونتینیګرو، بوسنیا او هیرڅوګوینا کې هم یو شمیر سیاسي احزابو ته پیسې انتقال کړي دي.
یوه امریکايي چارواکي د نوم د نه ښوولو په شرط د فرانسې خبري آژانس او اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي دي چې موږ فکر کوو چې دا یوازې پیل دی او تر دې لا ډېر څه شوي دي.
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د استخباراتي معلوماتو د ارزونې دغه راپور چې حساس درجه بندي شوی دی، د امریکا ټولو سیاسي نمایندګیو ته هم لیږل شوی دی. د دغو اسنادو خپرول د بایډن ادارې د هغو ژمنو برخه ده چې ویلي یې ول غواړي پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته د روسیې اړوند استخباراتي معلومات خپاره کړي.
په دغه راپور کې همدا راز راغلي دي چې روسیې دوه بعدي ستراتیژي عملي کړې او هغه داسې چې د خپلې خوښې د نوماند ملاتړ کوي خو په ورته وخت کې د سیاسي احزابو په دننه کې هم نفوذ ترلاسه کول غواړي.
په راپور کې زیاته شوې ده چې د پیسو یوه برخه انتقالات په بلجیم هیواد کې د یو شمیر سازمانونو له لارې، په اکوادور هیواد کې د روسیې د سفارت او همدا راز د ډیجیټالي یا کریپټو کرنسیو له لارې شوي دي.
د سې شنبې په ورځ له رسنیو سره په خبرو کې امریکايي چارواکو د ۳۰۰ میلیونو ډالرو د مجموعي پیسو په هکله ډېر جزئیات ور نه کړل، خو په راپور کې ادعا شوې ده چې مسکو په راتلونکي کې د خپلو متحدینو له پاره د څو سوو نورو میلیونو ډالرو د انتقال پلان لري، ترڅو په دې توګه له بندیزونو سره هم مبارزه وکړي.پوتين: د نړۍ سولي ته اصلي ګواښ بنديزونو ته د لوېديځ ليوالتيا ده
په ورته وخت کې روسي چارواکو له اوږدې مودې راهیسې د امریکا له لوري شوي تورونه ردوي او وايي چې د امریکا استخباراتي اداره یا سي آی اې د ایران او چیلي په څیر په نورو هیوادونو کې د کودتاوو د تنظیمولو اوږد تاریخ لري.
د بایدن ادارې بیا بهرنیو هیوادونو او سیاسي ډلو ته د امریکا او روسیې د مالي ملاتړ مقایسه کول رد کړي دي. یوه امریکايي چارواکي د هویت د پټ ساتلو په شرط د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې د امریکا مالي ملاتړ شفاف دی او په خبره یې »موږ ځانګړې سیاسي ډله او یا د سیاسي نوماند ملاتړ نه کوو.«