اوستن: له افغانستانه د ځواکونو ايستلو صلاحيت بايدن لري
۱۴۰۰ فروردین ۲, دوشنبهد افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي دي چې ولسمشر اشرف غني د امريکا متحده ایالاتو د دفاع وزير لويد اوستن سره چې د يکشنبې په ورځ (د مارچ ۲۱ نیټه) په يوه نااعلان شوي سفر کابل ته تللی وو، د ليدنې کتنې پر وخت د تاوتريخوالي د زياتوالي او د سولې د تامينيدو د څرنګوالي په اړه خبرې کړي دي.
لويد اوستن ويلي دي چې په افغانستان کې د تاوتريخوالي کچه بايد راټيټه شي، څو د ديپلوماسۍ «ثمرې» ته د رسيدو چانس ولري.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلاميه کې زياته شوې چې لويد اوستن د ترهګرۍ سره د افغان امنيتي ځواکونو د مبارزې ستاينه کړې او دواړو مشرانو په افغانستان کې د تاوتريخوالي پر زياتېدو انديښنه ښوولې ده.
اوستن وويل: «دا روښانه ده چې په افغانستان کې د تاوتريخوالي کچه په څرګنده ډول لوړ ده. موږ واقعاً غواړو چې د تاوتريخوالي د کميدو شاهدان و اوسو او که چېرې دا کار وشي نو د ثمره لرونکي ديپلوماتيک کار له پاره شرايط رامنځته شي.»
اړونده موضوع:د افغانستان په اړه د بايدن کوم انتخاب غوره دی؟
په دې ليدنه کتنه کې اشرف غني او د امريکا د دفاع وزير پر دې ټينګار وکړ چې د افغانستان د روان وضعيت اساسي حل عادلانه او پايدارې سولې ته رسيدل دي.
په دې اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې چې امريکايي ځواکونه څومره موده په افغانستان کې پاته وي، نوموړي وويل چې «د يوه حتمي تاريخ اعلانول او يا د اخراج له پاره د يوې مشخصې نيټې ټاکل د ولسمشر جو بايدن صلاحيت دی.«
اړونده موضوع: له افغانستانه د امريکا ځواکونو وتل کيدای سي وځنډيږي
نوموړي ويلي دي چې د دې سفر په ترڅ کې لاسته راوړل شوي معلومات به له امريکا متحده ايالاتو سره د افغانستان د وضعيت په ارزولو کې مرسته وکړي.
د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزير په داسې حال کې افغانستان ته سفر کړی دی چې د امريکا او طالبانو ترمنځ پر تړون او له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو پر نيټې د ولسمشر جو بايدن د ادارې له لوري غور روان دی.
ب. ص/ ن. ز (AP)