1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيه د جو بایدن د فشار واردولو څخه اندیښنه لري

۱۳۹۹ آبان ۲۱, چهارشنبه

د انقرې او واشنګټن ترمنځ مناسبات په دې وروستیو کي د ډیرو لوړو او ژورو سره مخامخ وو. د ترکیې حکومت د جمهوررئيس ترمپ د تګلاري څخه د یو څو استثناو پرته ډیره ګټه اخیستله. خو آیا بایدن به دغه حالت ته تغیر ورکړي؟

https://p.dw.com/p/3l9JG
Türkei Joe Biden und Recep Tayyip Erdogan Pressekonferenz in Ankara
انځور: picture alliance/AP Images/K. Ozer

د جمهور رئيس دونالد ترمپ په لیري کیدو او په سپینه ماڼي کي د قدرت په تغیر سره به په ډیر احتمال سره د امریکا متحده ایالاتو په کورني سیاست کي هم تغیر رامنځته سي. د بایدن په راتګ سره به د امریکا په خارجي سیاست کي هم تغیر راسي. خصوصأ د انقرې او واشنګټن ترمنځ روابط کیدلای سي کاملأ نوي او د سره تنظیم سي.

تیره اوونی د ترکیې د مالیې د وزیر، بیرات البایرک ناببره استعفأ کیدلای سي د دغه ډول یوه تغیر لومړۍ نښه وي: دغه حکومتي سیاستمدار ، چي په عین حال کي د جمهور رئيس رجب طب اردوغان زوم هم دی، په کلونو پر دې باندي کامیابه نه سو، چي دغه هیواد د سخت خراب اقتصادی حالت څخه را وباسي.

خو سربیره پردې اردوغان هغه د سپیني ماڼی سره د ښو مناسباتو په خاطر ساتلی ؤ. خصوصأ چي د ترمپ د زوم، جېرید کوشنر سره یې په منظم ډول سره تماس درلودی.

د جمهور رئيس ترمپ تر لیري کیدو وروسته به نوبیرات البایرک نور د سپيني ماڼی سره ارتباط هم ونه لري. په دې خاطر د کارپوهانو په نظر نور هغه باید لیري سوی وای، چي که څه هم برات د خپلي استعفأ علت، صحي دلایل ویلي دي.

ترمپ د انقرې ضد تحقیقاتو کي مداخله کوله

د امریکا تر انتخاباتو دمخه د ترکیې د جمهور رئيس د تشویشونو په خاطر د ترمپ سره د خبرو هر ډول کانال خلاص ؤ، خصوصأ کله چي خبره د ترکیې پرضد د تحقیقاتو او بندیزونو د مخنیوی په هکله  وه. د نیویارک ټایمز لخوا په تیر اکتوبر میاشت کي یوه څیړنه ښيي، چي څنګه د ترکیې حکومت څو واره د ترمپ اداره تر خپل تأثیر لاندي راوستلې ده. د نورو ترڅنګ دا چي ترمپ د نیویارک د لويي څارنوالی له خوا د ترکي، هلک بانک پرضد د تحقیقاتو مخنیوی کړی دی.

UK NATO-Treffen in London l Donald Trump und Recep Tayyip Erdogan
ولسمشر ترمپ او جمهور رئيس رجب طيب اردوغان انځور: Reuters/Presidential Press Office/M. Cetinmuhurdar

د دغه بانک پر ضد په امریکا کي تحقیقات روان دي، ځکه چي پر هغه باندي شک موجود دی، چي د امریکايي تعزیراتو د قانون پر ضد عمل کوي، د کوم پراساس چي په ایران کي د ملیارډو ډالرو او طلأ قاچاق پرمخ بیايی.

د دغه بانک په رسوايي کي داسي کسان شامل دي، چي د اردوغان په ډیره نژدې کړۍ کي شامل دي، لکه د اقتصاد پخوانی وزیر، محمیت ظفر سګلایان ، کوم چي په غیر قانوني معاملاتو کي یې لاس درلودی.

لوی ډیپلوماټ: د جمهوري ریاست په سطح د خبرو پای

د ترکیې پخوانی خارجه وزیر او سفیر، یاسیر یاکیس ګمان کوي، چي د جمهوري ریاست په سطح غیر رسمي خبري به د جو بایدن په وخت کي نور ممکني نه وي او پای ته به ورسیږي، هغسي لکه څنګه چي د امریکا تر انتخاباتو دمخه او د ترمپ په وخت کې چي معمول وې.

اوس سړی پوهیږي، چي ترمپ واقعأ هم د اردوغان په غوښتنه د امریکا په عدلي سیسټم کي مداخله کړې ده. خو بایدن به دغه ډول یوې مداخلې ته اجازه ورنه کړي. ددغه پخواني ډیپلوماټ په خبره به د امریکا عدلي سیسټم بیرته خپل پخواني اصلي حالت ته ور وگرځوي.

زموږ له آرشيف څخه: