1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: ولې د عمران خان پلويان د ترمپ بريا ته ليوال دي؟

۱۴۰۳ آبان ۹, چهارشنبه

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان، د بېلا بېلو تورونو له کبله له تېر کابو يوه کال راهېسې په زندان کې دی او داسې نه ښکاري چې ژر دې آزاد شي. آیا د نوامبر پر ۵مه نېټه به د ترمپ بريا د دغه سياستوال مشکل آسان کړي؟

https://p.dw.com/p/4mPB6
د پاکستان پخوانی لومړی وزير عمران خان او د امريکا متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر دونالد ترمپ په داوس کې
دونالد ترمپ، د ولسمشر په توګه له عمران خان، سره ښې اړيکې درلودلې.انځور: Reuters/J. Ernst

کله چې عمران خان، دوه کاله تر مخه له واکه ګوښه کړل شو نو د خپل حکومت د سقوط پړه یې ډېر ژر پر امريکا ور واچوله. خان د باور رايو په ترلاسه کولو نه وتوانيد او له همدې کبله له دندې ګوښه کړل شو.

خو د کرېکټ دغه پخواني نامتو لوبغاړي، تور لګولی وو چې د هېواد ځواکمنو پوځي جنرالانو او امريکا د نوموړي له واکه د ګوښه کولو پلان سنجولی وو. د نوموړي دا ادعاوې بې بنسټه بلل شوي، خو د هغه پلویان پرې کلک باور لري.

يوه امريکا مېشتي پاکستاني شنونکي رضا رومي، دويچه ویله ته وويل: «په تاريخي توګه امريکا د پاکستان پر بهرنيو او امنيتي تګلارو نفوذ لري او د پاکستان ډېر وګړي تر ډېره په دې آند دي چې واشنګټن د پاکستان پر پاليسيو نفوذ درلودلی شي.»

خو د عمران خان، پلويان يوازې د امريکا پر ديموکراتيک ګوند او په ځانګړي توګه پر ولسمشر جو بایدن، نيوکې کوي چې په وينا یې هغه [جو بايدن] نه غوښتل چې عمران خان، نور په واک کې پاتی شي. دوی په دې آند دي چې د خان، ستونزې په ۲۰۲۰م کال کې د جمهوري غوښتونکو د سياستوال دونالد ترمپ، له ماتې سره پېل شوي دي.

رومي وويل: «دا رښتيا دي چې بایدن، عمران خان ته کله چې هغه لومړی وزير وو، زنګ نه دی وهلی. د بایدن، ادارې خان له پامه غورځولی وو او ډېرو [د خان د کابينې غړيو] له هغه څخه د تماس نیولو غوښتنه کړې وه.»

متقابل ګرانښت

دونالد ترمپ، د ولسمشر په توګه له عمران خان، سره ښې اړيکې درلودلې. دواړو مشرانو په واشنګټن کې سره ليدلي ول او د ليدنې کتنې پر وخت یې د يو بل ستاينه هم کړې وه.

د ترمپ او خان د مشرتابه طرز هم يو بل ته ورته دی، دواړه پاپوليستي سياستوال دي او په خپلو هېوادونو کې له «سياسته بيګانه» ګڼل کيږي.

رضا رومي وويل: «د پاکستان تحريک انصاف ګوند پلويان د نوامبر پر پنځمه نيټه د دونالد ترمپ، پر بري باندې حساب کوي او په دې آند دي چې هغه به د پاکستان پر پوځ له عمران خان سره خپل چلند ته د تغير ورکولو له پاره فشار وارد کړي. دلته داسې له مبالغې ډک نظر موجود دی چې ګڼي ترمپ د عمران خان، پلوی دی ځکه چې هغه خان سپينې ماڼۍ ته ور غوښتی وو او بيا وروسته یې پخپله يوه وينا کې هغه ستايلی وو.»

د پاکستان تحريک انصاف ګوند پلويان چې خان، په ۱۹۹۰مه لسیزه کې جوړ کړی وو، په دې آند دي چې د خان –  ترمپ ائتلاف يا يووالی واک ته د بایدن، رسېدو اخلال کړ. اوس دوی تمه لري چې سپينې ماڼۍ ته به د ترمپ، بالقوه ستنېدا د زنداني شوي مشر ستونزې ښايي هواري کړي.

د پاکستان د حکومت پر ضد مارش

د عمران خان، يوه منځني ختیځ میشتي پلوي او خبريال جیمي ويرک، دويچه ویله ته وويل: «په پاکستان کې عمومي تاثر يا ادراک دا دی چې دونالد ترمپ، عمران ته ډېر نږدې دی. ترمپ دا خبره امريکا میشتو پاکستانيانو ته او په نورو ځایونو کې هم کړې ده. هغه له خان سره ښه رابطه جوړه کړې ده.»

جيمي ویرک، زياته کړې: «ترمپ ځواکمن مشران خوښوي.»

تېره اونۍ په امريکا کې د پاکستان –  امريکا د عمومي اړيکو کمېټې د نوامبر د ۵مې د ټاکنو له پاره ترمپ تائيد کړ او ادعا یې وکړه چې د بایدن، تر مشرتابه لاندې يوه «مقنېنه کودتا» د عمران خان، د ګوښه کيدو باعث شوه. ولسمشر بایدن، دا تورونه په څو ځلي رد کړي دي.

آیا ترمپ په رښتيا له خان سره مرسته کولی شي؟

د پاکستان تحريک انصاف ګوند پلوی ویرک، وايي چې د «واشنګټن اسټبلېشمنت» خپل لومړيتونه لري خو «ولسمشر پر تګلارو نفوذ لرلی شي، هغه څه چې ترمپ په خپله دوره کې وکړل.»

د ترمپ، د ولسمشرۍ په دوره کې له اسلام آباد سره د واشنګټن د فعالې ښکيلتيا له علتونو څخه یې يو په افغانستان کې اوږد مهاله شخړه وه. امريکا غوښتل په دغه جګړه ځپلې هېواد کې خپل ماموريت ته تر دوو لسیزو او د مليارډونو ډالرو تر مصروفولو وروسته د پای ټکی کيږدي او پاکستان چې پر افغان طالبانو یې د پام وړ نفوذ درلود، د دې کار له پاره اړين وو. خان، چې هغه وخت یې واک په لاس کې وو، په دې اړه د مرستې  له پاره ورته اړتيا وه.

خو آیا که ترمپ، یو ځل بيا واک ته ورسيږي نو اوس به هم پاکستان او عمران خان، ته اړتيا ولري؟

امريکا میشتی شنونکی رضا رومي، وايي: «کله چې خبره د پاکستان د داخلي مسئلو وي نو د امريکا د نقش په اړه مبالغه کیږي.»

نوموړي زياته کړه: «دمګړۍ له پاکستان سره هیڅ مستقيمه پوځي مرسته نه کيږي لکه د تېرو لسیزو په څېر کله چې دغه هېواد د ترهګرۍ ضد جګړې په ترڅ کې له امريکا سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې ولاړ وو او اوس همدا شان نه هم هغه ځانګړي تړونونه شته چې اسلام آباد د سړې جګړې په وخت کې له امريکا سره کړي ول. اوس امريکا د بريتن ووډز سیسټمونو يعني د پېسو د مديريت د سیسټمونو لکه د نړيوال وجهي صندوق او يا نړيوال بانک په مشرتابه هيئتونو کې د خپل قوت له لارې په غیر مستقيم ډول فشار واردوي چې د پاکستان د حساس اقتصاد له پاره اړين دي. دا چې آیا ترمپ به هم تر ټاکل کیدو وروسته دا وکاروي او که څنګه، وخت به یې ځواب ووايي».

خو د عمران خان پلوی، جيمی ویرک، خوشبين دی چې ترمپ به د نورو پاکستاني سياستوالو پر ځای عمران خان، ته لومړيتوب ورکړي.

د امریکا ټاکنې به د افغانستان پر وضیعت هم اغېز وکړي؟

د امنيتي چارو يوه اسلام آباد مېشتې شنونکې ماريه سلطان، دې ته اشاره کوي چې د امريکا او پاکستان اړيکي د جمهوري غوښتونکو په اداره کې ښايي ډېرې باثباته وي.

نوموړې دويچه ويله ته وويل: «د امريکا د ټاکنو پريکړه په پای کې د امريکا ولس کوي. دا چې جمهوري غوښتونکي د ديموکراتانو په مقابل کې له پاکستان سره باثباته اړيکي لري، نو پاکستانيان تمه لري چې ترمپ به د دواړو هيوادونو ترمنځ د ثبات يو نوی عصر پېل کړي.»

ولې د اسلام آباد –  واشنګټن اړيکې يوازې تر ولسمشرانو محدودې نه دي؟

دې ته له کتلو پرته چې په سپينه ماڼۍ کې څوک ناست دی، امريکا په سيمه کې چې د افغانستان، چين، هند او ايران غوندې هېوادونه پکې پراته دي، د خپلو جيو سياسي اهدافو او امنيتي موخو له کبله د تاريخ په اوږدو کې له پاکستان سره ژورې اړيکي رامنځته کړي او پاللي دي.

په منځني ختیځ کې له تاوتريخوالي ډک وضعيت او د اسرائيل او ايران ترمنځ شخړه کيدای شي په دې معنا وي چې د پاکستان په ګاونډ کې امنيتي محرکات يو ځل بيا د نړيوالې ټولنې له پاره مهم وګرځي. له دې وجې شنونکي وايي چې امريکا ته اوس د پاکستان د پوځي اسټبلېشمنټ نقش د عمران خان يا بل هر يوه سياستوال په پرتله ډېر مهم دی.

امنيتي شنونکی او خبريال علي کی. چيشتي، وايي: «ظاهراً د پاکستان [پوځي] دستګاه له سعودي عربستان سره ډېر د پام وړ تعاملات درلودلي دی، په ځانګړي توګه له کله راهېسې چې په منځني ختیځ کې وضعيت لا پسې خراب شوی دی.»

چيشتي، زياتوي: «واشنګټن اسلام آباد ته د ايران پر وړاندې د يوې شخړې په صورت کې د خپل متحد په سترګه ګوري. پر دې د پاکستان او امريکا ترمنځ د ستراتیژيکي مذاکراتو په ترڅ کې يو ډول موافقه هم شوې ده. تر کومه چې د امريکا د ټاکنو خبره ده نو که چېرې ترمپ واک ته ورسيږي، نو نوې اداره به د عمران خان، او يا نورو سياستوالو د په پام کې نيولو پرته پاکستان ته لاس ور اوږد کړي.»

دې شنونکي د پاکستان د پوځ ځواکمنو جنرالانو ته په اشارې سره وويل چې «ترمپ پوهيږي چې له پاکستان سره څرنګه تعامل وکړي.»

ب. ص/ ن. ز (شامل شمس)

شامل شمس
شامل شمس د دويچه ویله د آسيا د ډيسک مرستيال مشر او پلان جوړونکی
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب