1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا نړۍ ته د ايران له سايبري حملو څخه خبرداری ورکړ

۱۴۰۰ اسفند ۶, جمعه

د امريکا امنيتي او قانون پلي کوونکو ادارو خبرداری ورکړی دی چې د ايران له خوا د سايبري حملو لړۍ له لارې د اسيا، افریقا، اروپا او شمالي امريکا دولتي او شخصي ادارې په نخښه کیږي.

https://p.dw.com/p/47Znu
Computer mit Binärcode
انځور: picture-alliance/dpa/O. Berg

د امريکا متحده ایالاتو امنيتي او قانون پلي کوونکو ادارو د پنجشنبې په ورځ يو ګډ د سايبري امنيت لارښود (سي اس ای) جاري کړی دی چې پکې ويل شوي چې د «مډي واټرز» په نوم د ايران د سايبري يا انترنتي بريدونو ډله په يو شمير هيوادونو کې د اطلاعاتو، دفاع، سيمه ایز حکومتونو او تېلو او ګازو برخې په نخښه کوي.

لارښوونه ولي مهمه ده؟

دا لارښوونه له دې کبله مهمه ده چې دا د امريکا فدرالي پوليسو ادارې «اف بي آې» او سايبري امنیت ادارې د نورو مهمو سايبري يا انترنتي امنيت د ادارو او همدا راز د بريتانيا د سايبري امنيت ملي ادارې او مرکز سره په ګډه جاري کړې ده.

چارواکي وايي چې دوی د «مډي واټرز» په نوم دغه ايرانۍ ډله څارلې ده چې د نورو ترڅنګ د تېلو او ګازو په څانګو کې شکمن سايبري عمليات ترسره کوي.

د لارښوونې پر اساس مډي واټرز سايبري ډله د ايران د استخباراتي او امنيت ادارې برخه ده چې د جاسوسۍ او سايبري عملياتو په څېر کارونو کې لاس لري.

په دې ترڅ کې د امريکا پر «سي آی اس ای» ويب پاڼه باندې يوه رپوټ کې د دغه سايبري ډلې له خوا کاريدونکې ۲۳ لارې ازول شوي دي.

ايران دا تورونه ردوي

د امريکايي ادارو له خوا په خپاره کړل شوې رپوت کې ويل شوي چې د «اديوانسد پرسټنټ تهريت» په نوم يوې ډلې د ایران د استخباراتي ادارې په لارښونه په ۲۰۱۸م کال کې ستر سايبري کمپاین پر لاره اچولی وو. زياته شوې چې د مډي واټرز ډله هغوی ته غلا شوي معلومات سپاري. دوی د ایران له حکومت سره لاس يو کړی دی او په نورو انترنتي بريدونو کې هم مرسته کوي.

ماېکروسافت پر ایراني هېکرانو سخت تورونه لگولي

خو ايران دا تورونه په کلکه رد کړي دي. په ملګرو ملتونو کې د ايران استازي وویل: «دا تورونه د ايران پر ضد د جريان لرونکې رواني جګړې برخه دي او دا هیڅ حقيقت نه لري او هم کوم قانوني اساس.»

ب. ص/ ن. ز (دويچه ويله اردو، رويترز)

زموږ له آرشيف څخه: