«کابل کيدای شوای ويجاړ شوی وای»
۱۴۰۰ آبان ۳, دوشنبهد افغانستان له پاره د امريکا متحده ايالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد »سي بي اس« تلویزيوني شبکې ته وويل: «زه نه وايم چې [له افغانستان څخه] د ځواکونو د راایستلو پروسه منظمه وه. بې له شکه دا يو بدرنګ وروستی پړاو وو.» خو دغه لوړ پوړي ديپلومات وويل چې د ځواکونو راايستل کيدای شوای نور هم په بد شکل ترسره شوي وای. د هغه په خبره کيدای شوای کابل ويجاړ شوی وای او کوڅه په کوڅه جګړه شوې وای.
د اګست مياشتې په پای کې له افغانستان څخه د امريکا متحده ایالاتو وروستي عسکر ووتل. تر دې دوې اونۍ مخکې طالبانو پرته له جګړې کابل ونيوه او د افغانستان امنيتي ځواک هیڅ ډول مقاومت ښکاره نه کړ.
د امريکايي ځواکونو د وتلو ماموريت تر پای لږ دمخه د کابل په هوايي ډګر کې د داعش په بريد کې د ۱۳ امريکايي عسکرو په ګدون په لسونو افغانان ووژل شول.
«له واقعيته لېرې»
خلیلزاد تېره اونۍ د افغانستان له پاره د امريکا د ځانګړي استازي له دندې ګوښه شو. دې ۷۰ کلن ديپلومات وويل چې د ګوښه کيدو يو علت دا وه چې د امريکا د حکومت په داخل کې له افغانستان څخه د ځواکونو د راايستلو په اړه بحث «د واقعيتونو او حقايقو پر بنسټ» ترسره نه شو.
زلمي خليلزاد له سي بي اس شبکې سره په مرکه کې وويل چې ولسمشر جو بایدن پريکړه کړې وه چې اخراج به په شرطونو پورې ونه تړي «بلکې د جنتري له مخې به یې ترسره کړي.» هغه ومنله چې په افغانستان کې د ديموکراسۍ له پاره هلې ځلې «بريالۍ نه وې.» نوموړي زياته کړه: «دا مبارزه به ادامه ولري.»
خلیلزاد همدا راز ويلي دي چې امريکا متحده ایالاتو پر پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له طالبانو سره د واک د شريکولو له پاره کافي فشار نه وو اچولی. هغه په عين حال کې پر غني هم نيوکه وکړه او ویې ويل چې په هیڅ صورت کې یې نه غوښتل چې طالبان په واک کې شريک کړي.
افغانان طالبانو ته د افغانستان د سپارلو له پاره خلیلزاد تورنوي
دغه امريکايي ديپلومات د تېر کال په فيبرورۍ مياشت کې د طالبانو او امريکا متحده ایالاتو د هغه وخت د حکومت ترمنځ په شوي تړون کې ډېر مهم نقش درلود.
يو شمير افغانان له همدې کبله وايي چې خليلزاد طالبانو ته ډېر څه منلي ول. د افغانستان د ملي امنيت پخواني مشر رحمت الله نبيل د تويتر له لارې ليکلي ول چې خلیلزاد افغانستان ته نه جبرانيدونکی زيان اړولی دی.
ب. ص/ ن. ز (dpa, CBS)