امريکا دوه روسي ديپلوماتان اخراجوي
۱۴۰۲ مهر ۱۵, شنبهد امريکا متحده آيالاتو د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند ويلي چې د روسيې د سفارت دوه استازي يې »نامطلوب کسان« بللي دي. نوموړي زياته کړې چې ياد وزارت به »زموږ د ديپلوماتانو سپکاوی د روسيې د حکومت له خوا ونه زغمي.««روسي هیکران د المان د برېښنا شبکې ته شدید خطر پیښولی شي»
روسيې په سپتمبر مياشت کې دوه امريکايي ديپلوماتان اخراج کړي ول. د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وويل چې دغه دوه ديپلوماتان له روبرت شونوف سره »تړلي کسان« ول چې د روسيې په ولاديوستوک ښار کې يو پخوانی روسي کارکوونکی دی، چې د جاسوسۍ په تور په می مياشت کې ونيول شو. متحده آيالاتو د جاسوسۍ دغه تورونه په کلکه رد کړي دي.بلینکن: روسیه په ټوله نړۍ کې د وسلو پیرلو په لټه کې ده
په تېرو کلونو کې د مسکو او واشنګټن ترمنځ د ديپلوماتانو د ايستنې بېلابېلې پېښې وليدل شوې. د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې يوې ژورې ته سره رسېدلې دي، په تېره د هغه وخت راهيسې چې روسيې د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې د اوکراين په وړاندې تهاجمي جګړه پيل کړه.