«طالبانو د ۲۰۲۱ کال د کابل پر هوایي ډګر د برید طراح وژلی دی»
۱۴۰۲ اردیبهشت ۶, چهارشنبهد سپینې ماڼۍ ویاند، جان کیربي د سه شنبه په ورځ د کابل د هوايي ډګر په يوه دروازه کې هغه بریدګر ته په اشارې سره چې د خلکو په منځ کې یې بمي چاودنه کړې وه، وویل: «هغه د داعش یو مهم جنګيالی وو، چې د ابي دروازې په څیر د عملیاتو په مستقیمو پلانولو کې سهیم وو او اوس نور نه سي کولای چې بریدونه پلان او یا هم عملي کړي.»
آیا په هرات کې وسله واله نښته د طالبانو او داعش ترمنځ وه؟
د اسلامی دولت یا داعش د افغانستان څانګه د خراسان اسلامي دولت یا داعش خراسان په نوم مشهوره ده چې د سيمې یو تاریخي نوم دی. دا ډله د طالبانو دښمنه ډله بلل کیږي.
د آلمان د استخباراتو رئيس په افغانستان کي د داعش د فعاليت په اړه اندېښنه لري
نوموړی برید د ۲۰۲۱ م کال د اګست په ۲۶ مه نیټه هغه وخت ترسره سو کله چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسیدو لږ وروسته د امریکايي ځواکونو د تخلیې د پروگرام پر وخت ګډووډي حاکمه وه. په دغه برید کې ۱۳ امریکايي سرتیرو او بې شمیره ملکي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
GP/BS/AG