1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د امریکا د اطلاعاتو په مرسته د روسي جنرالانو وژل کیدل»

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۵, پنجشنبه

د یوې امریکایي رسنۍ د رپوټ له مخي د امریکا د استخباراتي دستگاه اطلاعاتو، په اوکراین کي د څو روسي جنرالانو په وژل کیدو کي نقش درلود. خو د هغوی د ورکولو اصلي هدف، له خپل هیواده په دفاع کي له اوکراینیانو سره مرسته بلل سوې.

https://p.dw.com/p/4Aqwi
Ukraine | Eindrücke aus Mariupol
انځور: Alexei Alexandrov/AP/picture alliance

د نیویارک ټایمز په نامه امریکایي ورځپاڼې د چهارشنبه په ورځ د استخباراتي سرچینو په حواله رپوټ ورکړی چي متحده ایالات په ځانگړي ډول «د روسیې د پوځ اصلي او سیارې قرارگاوي» مشخصوي او د اوکراین وسله والو ځواکونو ته خبر ورکوي. د دغي ورځپاڼې په حواله دغه اطلاعات اوکراینیانو ته دا توان ورکړی چي نوموړي مرکزونه د توپخانه یي بریدونو هدف وگرځوي.

د امریکا متحده ایالاتو د امنیت شورا ټینگار کړی چي اوکراین ته د استخباراتي اطلاعاتو په ورکولو کي د دغه هیواد اصلي هدف، د روسي جنرالانو وژل کیدل نه دي. د دغي شورا ویاند ادرین واتسون، ویلي چي د امریکا متحده ایالاتو حکومت د جنگ په میدان کي اطلاعات د اوکراینیانو په اختیار کي ورکوي، څو په دې ډول له هغوی سره د خپل هیواد په دفاع کي مرسته وکړي. هغه ټینگار کړی چي: «موږ هیڅ ډول اطلاعات د روسي جنرالانو د وژلو په هدف په اختیار کي نه ورکوو.»

اوکراینیانو د روان کال د فبرورۍ پر ۲۴مه  پر اوکراین  باندي د روسیې د یرغل له پیل راهیسي د جگړې په میدان کي په وار وار سره د روسي جنرالانو له وژل کیدو څخه خبر ورکړی دی. د نیویارک ټایمز د رپوټ پر اساس د لسونو روسي قوماندانانو له ډلي څخه چی تر اوسه وژل سوي، ډیری یې د امریکا متحده ایالاتو د استخباراتي اطلاعاتو په مرسته د اوکراییني ځواکونو د بریدونو هدف گرځیدلي دي.

روسیې بیا د دغو جنرالانو وژل کیدل تر یو ځایه تأیید کړي دي. د مثال په ډول د مارچ میاشتي په اوایلو کي د روسیې په جنوب کي د نوورسیسک د ښار ښاروال خبر ورکړ چي  د ۴۱ مي اردو لوا د قوماندان مرستیال جنرال اندرې سوخوویتسکي، په اوکراین کي په قهرمانانه ډول خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

امریکا متحده ایالاتو د اوکراین په ختیځ کي په یوه چاودنه کي د روسیې د پوځ د لوی درستیز والري گراسیموف، د زخمي کیدو په هکله د اوکراین د حکومت رپوټونه نه دي تأیید کړي. خو د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت د دوشنبه په ورځ وویل چي گراسیموف »څو ورځي« د اوکراین په ختیځ کي د جگړې په جبهه کي وو.

GP/SR/AG