د مسلمانانو، یهودانو او عیسویانو استازو د ویانا حمله وغندله
۱۳۹۹ آبان ۱۴, چهارشنبهد جرمني د مسلمانانو د اسلامي شورا رئيس، ایمان مایزیک پرون سه شنبه (د اکتوبر دریمه) اعلان وکړ، چي ترهګران «د خدای(ج) او د هغه د بندګانو پرضد جنګ پر مخ بیايی» او د دې په مقابل کي به «عادلانه جزأ »هم وویني.
د جرمني د کاتولیکي کنفرانس رییس، ګیورګ بېڅینګ اعلان کړی دی، چي حملې ته په کتو سره هغه د «نه منلو وړ او زه ورته هیڅ الفاظ نه سم استعمالولای.»
په ویانا کي د تیري دوشنبه په ماښام یوه او یا څو کسانو په ډیرو ځایو کي پر لارویانو باندي فیرونه وکړل. څلور کسان ووژل سول او ۱۴ نور زخمیان سول، چي د ډیرو حالت یې خراب دی. د پولسو له خوا په ډزو وژل سوی حمله کونکی د اطریش د حکومت په حواله د داعش غړی ؤ.
مایزیک اضافه کړه، چي موږ دغه حمله یووار بیا په سختو الفاظو سره غندو او زموږ دعاوي او تصور په ویانا کي د قربانیانو خواته دی. په خبره یې د جرمني مسلمانان د هغوی سره په غم او درد کي شریک دي او موږ په قاطعیت سره ددې ټولني د دیموکراتیکو اساساتو څخه پیروي کوو.
په کولن کي ترکي اسلامي اتحادیې هم اعلان کړی دی، چي «په ویانا کي دغې وحشیانه حملې موږ مسمانانو ته دلته هم سخته ضربه راکړه.» موږ هغه په شدت سره غندو او د قربانیانو سره یې غمشریکي کوو.
په جرمني کي د یهودانو مرکزي شورا سخت تاسف ښکاره کړی دی. ددغي شورا رئیس، یوزیف شوستر اعلان کړی دی، چي «په فرنسه کي تر وروستیو ترهګري حملو وروسته اوس اسلامي افراطیانو په ویانا کي بیا زموږ پر دیموکراتیکو اساساتو او ازادي ګانو باندي حمله وکړه، او بې ګناه خلګ یې د ځانو سره ووژل».
ځکه نو همدا اوس باید موږ په اروپا کي زموږ د ديموکراتیکو ارزښتونو دپاره په قوت سره مبارزه وکړو.