بایډن: که پوتین پر اوکراین برید وکړي بندیز به پرې ولګول شي
۱۴۰۰ بهمن ۶, چهارشنبهد امریکا ولسمشر جو بایدن د سه شنبې (د جنورۍ میاشتې ۲۵ نېټه) ورځې تر غرمې وروسته په واشنګټن کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې وویل چې پر اوکراین د روسیې د برید په صورت کې کیدای شي د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر وړاندې ملا ماتوونکي بندیزونه ولګول شي.
بایډن په دې اړه ډېر توضیحات ورنه کړل، خو یو وار بیا یي روسیه د دې برید په «شدیدو عواقبو» او «اقتصادي بندیزونو» وګواښله. نوموړي زیاته کړه چې په پای کې د اوکراین په اړه هر څه د پوتین په پریکړې پورې اړه لري.
د اوکراین پولې ته نږدې په پراخه پيمانه د روسي عسکرو ځای پر ځای کیدلو سره په لوېدیځ کې دا انديښنې رامنځته شوي دي چې کرملین پر خپل ګاونډي هیواد د برید په پلانولو اخته دی.
سره له دې یو شمیر څارونکي په دې باور دي چې کیدای شي د دې مسلې هدف د ناټو هیوادونو قانع کول وي چې روسیې ته د نوو امنیتي تضمینونو په خاطر امتیازات ورکړي.
د اوکراین کړکیج: ۸۵۰۰ امریکایي عسکر د تیارسۍ په حالت کې دي
روسیې پر اوکراین د هر ډول برید پلان درلودل رد کړي دي او له ناټو سره د بل هر ختیځ اروپایي هیواد د یوځای کیدو په مقابل کې مقاومت کوي. مسکو د داسې یو تضمین غوښتنه کوي چې کیف به هیڅکله هم د ناټو په تړون کې نه شاملیږي.
"تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته تر ټولو لوی برید"
باید وویل چې د اوکراین پولې ته نږدې په دومره لوړ شمیر کې د روسیې ځواکونو موجودیت کیدای شي تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته دا تر ټولو لوی برید وي. د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ چې دا ډول یو اقدام به نړۍ ته تغیر ورکړي.
د رپوټونو په حواله روسیې له اوکراین سره د خپلې پولې په اوږدو کې شاوخوا ۱۰۰ زره عسکر ځای پر ځای کړي دي.
د روسیې تر دې اقدام وروسته امریکا هم خپل ۸۵۰۰ سرتیري د تیارسۍ حالت ته راوستلي دي. دغه ځواکونه د ولسمشر جو بایدن په امر او د دفاع وزیر لوید آستین په سپارښتنه د اماده باش یا تیارسۍ په حالت کې دي.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز