۱۴۰۳ آذر ۱۴, چهارشنبهپه سوریه کې د ولسمشر بشارالاسد رژیم له څو کلونو وروسته له یوې لویې ننګونې سره مخامخ دی. د وسله والو یاغیانو په زرګونو جنګیالیو د سوریې د دویم لوی ښار حلب د ډیرو برخو ترڅنګ، هوایي ډګر او نور ډیر شمیر کلي هم تر خپل کنترول لاندې راوستې دي. سوريې او متحد یې روسیې پر یاغیانو هوایي بریدونه کړي دي. اسد وسله والو ته د ماتې ورکولو هوډ څرګند کړی.