1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پي ټي آی: د اسلام آباد محکمې د عمران خان د مېرمنې ضمانت منلی

۱۴۰۳ آبان ۲, چهارشنبه

د پاکستان یوې محکمې د پخواني صدراعظم عمران خان د مېرمنې چې اوس په زندان کې ده، د دولتي ډالیو د غيرقانوني خرڅلاو قضيې په تړاو ضمانت منلی دی. د عمران خان ګوند تحریک انصاف پاکستان د دغه خبر پخلی کړی دی.

https://p.dw.com/p/4m8v4
Pakistan | Bushra Bibi auf dem Weg zur Anhörung | Archivbild Dezember 2023
انځور: Anjum Naveed/AP Photo/picture alliance

د عمران خان د پاکستان تحریک انصاف ګوند (پي ټي آی) د دفتر له لوري په یوه خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې د اسلام آباد های کورت یا سترې محکمې د بشرا بي بي ضمانت «د يو لړ دلایلو پر اساس چې وروسته به خپاره شي» منلی دی.

په اعلاميه کې زیاته شوې چې د بشرا بي بي د خلاصون له پاره یو ضمانت لیک سپارل شوی وو او دوی هیله مند دی چې نوموړې به د چهارشنبې په ورځ وروسته «له ۲۶۴ ورځو غیرقانوني حبسه آزاده شي.»

بشرا بي بي چې د عمران خان دريمه ښځه ده، په جنوري میاشت کې زنداني شوه. عمران خان تر هغې مخکې تېرکال بندی شوی وو.

بي بي عمران خان سره د واده د غیرشرعي شرایطو په تور بندي شوې وه، چې بیا د محکمې له لوري ورته برائت ورکړل شو، خو د دولتي ډالیو د قضيې په تړاو ډېر ژر بېرته ونیول شوه او زنداني شوه.

د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان او مېرمنې ېې بشرا بي بي دا وخت دواړه په زندان کې دي. که چېرته د عمران خان مېرمن له بنده آزاديږي دا به تر مياشتو وروسته د لومړي ځل له پاره دغه ځپل شوي پاکستاني سياستوال ته یو تسکين وي.

د هغو تورونو په ډله کې چې پر اساس ېې دوی بندیان شوي، یو هم د عمران خان د واکمنۍ پر مهال د حکومتي ډاليو د غیرقانوني خرڅلاو د قضيې تور دی. تور دا دی چې خان له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۲ پورې د خپلې واکمنۍ پر مهال د دولتي ډاليو په غیرقانوني پلور سره، له دولتي خزانې «توشه خانه» څه باندې ۱۴۰ ميلیونه پاکستانۍ کلدارې (۵۰۱زره امریکايي ډالر) ترلاسه کړي دي.

خو ۷۲ کلن خان او د پاکستان د کریکټ دغه پخواني ستوري یاد تورنه ردوي. هغه چې په پاکستان کې له پراخ محبوبیته برخمن او د فبروري په انتخاباتو کې ېې تر ټولو ډېرۍ څوکۍ وګتلې، وايي چې دوی د حکومت د سیاستونو قرباني شوي دي.

(Reuters)mks/akh