پوتين: نړۍ له تر ټولو خطرناکي لسيزي سره مخ ده
۱۴۰۱ آبان ۶, جمعهد روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په ۲۷نېټه) په يوه وينا کي پر اوکراين د روسيې د بريد د توجيه کولو هڅه وکړه. هغه وويل چي د امريکا متحده ايالات او ټلوال يې پر نړۍ باندي د «مغربي اشرافيه» د تسلط د برقرار ساتلو لپاره مبارزه کوي. د هغه په وينا له دې کبله «د دويمي نړيوالط جګړې راوروسته په نړۍ کي تر ټولو خطرناکه لسيزه همدغه اوسنۍ لسيزه ده.»
پوتين څه وويل؟
روسي ولسمشر د امريکا پر متحده ايالاتو تور ولګاوه چي ګواکي د اوکراين د بحران د رامنځته کولو مسؤل هيواد دي. پوتين وويل چي لوېديځ داسي «خطرناکه، خونړۍ او چټله» جيو پوليتيکي لوبه کوي چي له کبله يې په نړۍ کي بې ثباتي او رامنځته کيږي.
د پوتين په وينا بالآخره به لوېديځ دې ته مجبوره کيږي چي د نړۍ د راتلونکي په هکله د روسيې او نورو لويو قدرتونو سره خبري وکړي. روسي ولسمشر دغه څرګندونې د «والډائی ډسکشن کلب» په نوم و کلني کانفرانس ته وکړې. هغه وويل چي اوس «پر نړيوالو چارو د لوېديځ د غير مستقيم تسلط تاريخي دوره پای ته رسېدونکې ده.»
امریکا: چین ستره امنیتي ننګونه او روسیه «فوري ګواښ» دی
د روسيې ولسمشر وويل: «موږ پر يو داسي تاريخي محاذ ولاړ يو چي ښايي په مخکي يې د دويمي نړيوالي جګړې د پای ته رسېدو راهيسي د نړۍ لپاره تر ټولو مهمه لسيزه وي.»
د پوتين په وينا روسيه د روان بحران باوجوده لوېديځ د روسيې دښمن نه بولي. هغه زياته کړه: «د لوېديځ او نېټو د مخکښو هيوادونو لپاره د ماسکو دغه پيغام لري چي راشئ دښمني پرېږدو او يوځای شو.»
خبرو اترو ته چمتو والی
روسيې د روان عيسوي کال د فبرورۍ په ۲۴ نېټه و اوکراين ته خپل عسکر ولېږل او د هغه راهيسي په دغه جګړه کي په زرونو انسانان وژل شوي او سوونو زره مهاجر شوي دي. لوېديځ د غبرګون په توګه دمګړی پر روسيې د تاريخ تر ټولو سخت بنديزونه لګولي دي.
پوتين وويل چي د اوکراين د بحران د ختمولو لپاره و خبرو اترو ته چمتو دی. خو هغه وويل چي کيف د مذاکراتو لپاره پر مېز کښېنستلو ته چمتو نه دی. هغه وويل: «دا سوال زموږ په هکله نه دی، موږ خو خبرو اترو ته چمتو يو. خو په کيف کي مشرانو فيصله کړېده چي خبري اتري به جاري نه ساتي. که واشنګټن د کيف په هکله خپل دريځ تغير کړي او پر موضوع باندي په سوليزه توګه د خبرو اشاره ورکړي، نو دغه ستونزه هوارول ډېر آسانه کار دی.»
اوکراین د یخني پر ضد د جرمني څخه مرسته غوښتې ده
د ماسکو او کيف تر منځ د خبرو اترو لپاره په لومړيو اونيو کي هڅي شوي وې، خو د هغه وروسته د دواړو اړخونو تر منځ خبري اتري ونشوې. د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي په ښکاره توګه د ولاديمير پوتين سره له خبرو اترو کولو څخه انکار کړی دی.
د اټومي وسلو د نه استعمال هوډ
کله چي د روسيې له ولسمشر څخه د اوکراين په بحران کي د اټومي وسلو د ممکنه استعمال په هکله پوښته وشوه نو هغه وويل چي د اټومي وسلو د استعمال ګواښ به تر هغه وخته پوري موجود وي، تر کوم وخت پوري چي اټومي وسلې موجودي وي.
هغه زياته کړه چي ماسکو په اوکراين کي د اټومي وسلو د استعمالولو هيڅ اراده نه لري. هغه وويل: «موږ دې ته کومه اړتيا هم نه وينو او نه دا کار کومه سياسي يا نظامي ګټه لري.»
د امريکا د متحده ايالاتو غبرګون
د امريکا متحده ايالاتو د پوتين پر څرګندونو کوم ځانګړی غبرګون نه دی ښودلی. سپيني مانۍ ويلي دي چي د پوتين په خبرو کي کومه نوې نه وه او دا چي له دغو خبرو څخه څرګنديږي چي د اوکراين په شمول په نورو ستراتيژيکو اهدافو کي يې هيڅ تغير نه دی راغلی.
خو د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر جو بايډن د نيوز نېشن په نوم رسنۍ سره د خبرو پر وخت د پوتين پر دغه خبره شک څرګند کړ چي هغه نه غواړي چي په اوکراين کي اټومي وسله وکاروي.
جو بايډن زیاته کړه: «که هغه د (اټومي وسلو د استعمال) اراده نه لري نو پر دې باندي خبري ولي نه کوي؟ هغه د تاکتيکي اټومي وسلو د استعمال د وړتيا په هکله ولي خبري کوي؟ په دغه موضوع کي د هغه تګلاره ډېره خطرناکه اوسېدلې ده.»
ا.ا./ب.ص. (رويټرز، اې پي)