آلمان: مسلکي کسانو ته په صادر شوو ويزو کې ډېروالی راغلی
۱۴۰۳ آبان ۲۸, دوشنبهنوي ارقام ښيي چې د آلمان حکومت له لوري مسلکي افرادو ته د صادر شوو ویزو شمېر به د روان میلادی کال تر پایه ۲۰۰زرو ته ورسیږي. د آلمان د کورنیو چارو وزارت وايي په ۲۰۲۴م کال کې مسلکي کارګرانو ته په صادر شوو ویزو کې د تېرکال په پرتله ۱۰ سلنه ډېروالی راغلی دی.
د تېرکال نوامبر راپدېخوا ډېر بهرني مسلکي کارګران، محصلین او د کاري زدکړو زدکونکي آلمان ته داخل شوي دي. د آلمان د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ وويل چې آلمان کې د کاري اهدافو په موخه صادر شوو ويزو کې ۱۰ سلنه ډېروالی راغلی دی.
د مسلکي کارګرو د مهاجرت قانون د ۲۰۲۳م کال په نوامبر مياشت کې عملي شو او له هغه وخت راپدېخوا په دې موخه شاوخوا ۲۰۰ ویزې صادرې شوي دي. د یو کال مخکې همدې موده کې شاوخوا ۱۷۷زره او ۶۰۰ ویزې صادر شوې وې.
آلمان د مسلکي کاري قوې له کمښت سره مخ دی او دا وخت ۱.۳۴ ملیون کاري پُستونه خالي دي.
د آلمان د کورنيو چارو وزيره، نانسي فېزر، ویلي دي چې د نوو قوانیو په اجرايي کېدو سره، مسلکيان کولی شي په چټکۍ آلمان ته داخل او بيوروکراتيک خنډونه له منځه تللي دي. هغه د مسلکي کارګرانو د جذب له پاره د هڅو غوښتونکې شوې او ټينګار ېې کړی دی چې دغه پروسه باید تر ډېره ديجيټلي او چټکه شي.
د آلمان د کورنيو چارو وزارت په خبره، د دغه مقصد له پاره پر دې کار سربیره د «ښه راغلاست» دود ته هم اړتیا ده تر څو آلمان د بهرنیو مسلکي کارګرانو له پاره په زړه پورې پاته وي.
د آلمان د بهرنیو چارو وزيرې انالينا بېربوک، خبرداری ورکړی چې لا هم دغه هېواد په کال کې د ۴۰۰زره مسلکي کاري قوې له کمښت سره مخ دی.
د آلمان د کار او ټولنیزو چارو فدرالي وزير هوبرتوس هایل، ټينکار کړی چې دغه «قانون اغیزناک دی او له هېواده بهر د ویزو صادرول او د مشورو ورکړه بې سارې سطحه کې ده.» هغه ويلي دي چې د دغه بهير ادامه مهمه ده.
(KNA) pa/af/mks/bs