آلمان ته د ځمکې له لارې د افغانستان د جلغوزو صادرات
۱۴۰۱ آبان ۹, دوشنبهد دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد دویچه ویله ته وویل، چې په دې محموله کې د جلغوزو مغز شامل وو، چې له معیاري بسته بندۍ وروسته له هرات ولایت څخه د ځمکې له لارې المان ته ولیږل شول.
هغه وایي: «دا ۱۲ ټنه د جلغوزو مغز وو، چې ارزښت یې ۴۰۰ زره امریکایي ډالر کیږي، د ځمکې له لارې به لومړۍ ایران، بیا ترکیې او له هغه ځای به اروپا او جرمني ته ولیږدول شي.»
له چین سره د هوايي دهلیز پیل؛ سوداګر وايي ښه عاید به ترلاسه کړي
هغه زیاته کړه، چې تېره میاشت یې هم د ۶ لکه امریکایي ډالرو په ارزښت ۱۸ ټنه وچه میوه د ځمکې له لارې ایټالیا ته لیږلې وه.
دا په داسې حال کې ده، چې د روانې میاشتې په پیل کې له یو کال ځنډ وروسته د هوایي دهلیز له لارې چین ته د جلغوزو صادرات پیل شول.
د سوداګرۍ وزارت مسؤلین زیاتوي چې له هند سره د تړون له مخې به یې د هوایي دهلیز له لارې د افغانستان تازه او وچه مېوه او لاسي صنایع دغه هېواد ته لیږل کیږي.
ننګرهار: د شوکاڼي کان مالکان د جلغوزو ځنګلونه پرې کوي
پخوا د افغانستان وچه مېوه او لاسي صنایع د ځمکې له لارې هند ته صادریدل. د سوداګرۍ وزارت مسؤلینو په وینا په تېرو شپږو میاشتو کې یې هند ته د ځمکې له لاري د وچې او تازه مېوې او لاسي صنایعو صادرات لرلي.
زموږ له آرشيف څخه: