آلمان د زولينگين پیښه ۲۵ کاله وروسته یادوي
۱۳۹۷ خرداد ۸, سهشنبهد ۱۹۹۳م کال د می میاشتې پر ۲۹مه نیټه له بهرنیو څخه د کرکه لرونکو کسانو یوې ډلې د آلمان په لویدیځ زولينګين ښار کې یوه کور ته اور واچاوه. په دې پیښه کې پنځه ښځې او نجوني چې ترکياني وې ووژل شوې.
په وژل شویو کي یوه څلور کلنه ماشومه سامع جینک هم وه. نور قربانیان د نهو، دولسو، اتلسو او اووه ویشتو کلونو ول.
برید کوونکي ډیر ژر وپیژندل شول چې ۱۶ او ۲۳ کلن ول. هغه مهال وویل شول چې دغه ټول کسان په زولينګين کې د یوې افراطي ښی اړخي ډلې غړي ول. دغو ټولو کسانو د رزمي هنرونو په یوه ښوونځي کې یوځای کار سره کاوه چې بیا وروسته روښانه شوه چې د نارد راین ویسفالن ایالت د کورني استخباراتی ادارې د یوه مخبر له خوا چلول کیده.
څیړونکو بیا وروسته وموندله چې له دغو کسانو څخه یوه یې ۱۶ کلن کریستین ریهر، تر دې مخکې داسې خبر پاڼي خپرې کړي وې چې پکښې له بهرنیو څخه يې کرکه ښوول شوې وه. هغه دغه سوځول شوي کور ته نزدي اوسېد او لومړی کس وو چې د پیښې په تړاو ونیول شو. په دې ډله کې شامل بل کس ۱۹کلن کریستین بوچهولز وو چې د خپلو یاداښتونو په کتابچه کې یې د بهرنيانو پر ضد عبارتونه لیکلي ول.
دغو کسانو ته په ۱۹۹۵م کال کې د ۱۰ او ۱۵ کلونو تر منځ د بند سزاګاني ورکړل شوې. د جینک د کورنۍ وکیل وویل: «زولينګين به تر جګړې وروسته، د آلمان په تاریخي کتابونو کې د داسې یوې سیمي په توګه پاته شي چې پکښې له بهرنیو څخه د کرکي يوه ډله وه.»
تر برید وروسته د مهاجرت قوانین سخت شول
که څه هم د دغو دوو پیښو تر منځ هیڅ پيوستون نه شته، خو په زولينګين کې تر برید درې ورځې وروسته د آلمان پارلمان یا بوندستاګ په دې هیواد کې د پناه ترلاسه کولو قوانین ډیر سخت کړل.
د آلمان حاکم ګوندونو مسیحي دیموکرات اتحاد، مسیحي سوسیال اتحاد او آزادو دیموکراتونو د اپوزیسیون سوسیال دیموکرات ګوند په ملاتړ په اساسي قانون کې بدلون راوست.
تر هغه وخته پوري د آلمان د اساسي قانون د ۱۶مې مادې پر اساس په دې هیواد کې د سیاسي پناه غیر محدود حق موجود وو، خو دغه ماده آلمان ته د ډیرو پناه غوښتونکو د راتلو له کبله بدله شوه.
په ۱۹۹۰مو کلونو کې آلمان ته د رسیدونکو پناه غوښتونکو شمیر لوړ شو چې له کبله یې ښی اړخي ګوندونه لکه جمهوري غوښتونکي په ټاکنو کې ډیر بریالي ول. په دې موده کې همداراز د تبعیض پسمنظر لرونکي بریدونه هم ډیر ول چې قربانیان يې هم لرله.
د ۱۹۹۲م کال په اګست میاشت کې په روستوک لیشتن هاګن، کې هغو کورونو ته اور واچول شو چې ډیر اوسیدونکي یې ویټناميان ول. دا موضوع د نړیوالو رسنیو په سرلیک باندې بدله شوه. یو شمیر قهرجنو کسانو په داسې حال کې چي نورو یې ستاینه کوله کورونو ته اور ورته کړ. دا چې په دې پیښه کې هیڅوک و نه وژل شو، هم یوازې د بخت خبره ده.
خرابه روحیه
د ۱۹۹۰مې لسیزې په پیل کې د آلمان په ځينو ښارونو او ښارګوټو کې د «بهرنیان دي ووځي» شعارونه ورکول کیدل چې په دې موده کې په آلمان کې موجوده له بهرنیو کرکه ښيي. په دې دوره کې د تبعیض د ډیریدو ډیر لاملونه ول. په پخواني ختیځ آلمان کې اقتصاد ښه نه وو، په میلیونو کسان بیکاره ول او د کمۍ احساس یې کاوه. ډیرو کسانو د خپل دې خراب وضعیت پړه پر بهرنیانو اچوله.
په پخواني ختیځ آلمان کې د لویدیځ آلمان په پرتله لږ بهرنیا میشته ول خو بیا هم پر هغوی باندي د خراب اقتصادي وضعیت پړه اچول کیده.
په برلین کې د امادیو انتونیو بنسټ مشره انیتا کهاني، وایي چې د ۲۵ کاله مخکې او اوسني وضعیت تر منځ ځیني گډي وجهي شته. د هغې په خبره دا پوښتنه چې آلمان ته باید څومره مهاجر پریښودل شي، له دې پوښتنې سره تړاو لري چې «ایا په دې هیواد کې لا وختي ډیر بهرنیان موجود نه دي».
کهاني وايي چې دغه موضوع او دا چې بهرنیانو ته د مزاحمو او خارجيانو په سترګه کتل کیږي وضعیت «زهرجن کړی دی».
کهاني وايي چې په هغه وخت کې د سیاستوالو چلن هم له بهرنيانو سره د کرکي په ډیرښت کې مرسته وکړه. د هغې په خبره د بریدونو په ډیریدو سره آلمان ته د راتګ شرایط لا پسې سخت شول چې له کبله یې یو «ډیر بد زیګنال» واستول شو.