آلمان: د پولیسو تر عملیاتو وروسته د یوه پناه غوښتونکي مړینه
۱۴۰۲ دی ۱۷, یکشنبهد المان خبري آژانس «ډي پي ای» په وینا د جمعې په مادزیګر د پناغوښتونکو د استوګنځای امنیتي څانګې، د یوه کس د شورش له کبله د مرستې غوښتنه کړې وه. زیاته شوې ده چې دغه مهاجر د پناه غوښتونکو د استوګنځای پر کارمندانو هم حمله کړې وه.
د رپوټونو په حواله کله چې پولیس د پيښې ځای ته رسیږي، دغه سړی په کوټه کې دننه وو او هم هلته یي پر پولیسو برید کړی وو. د پولیسو د څرګندونو له مخې په هغو نښتو کې چې د پناغوښتونکو په استوګنځای او لاره کې یې رامنځته شوي وو د پولیسو مامورینو د دغه مهاجر پر وړاندې له برقي تفنګچې څخه استفاده کړې وه، خو برقي ټکانونو پرې هیڅ تاثیر نه وو کړی.
پولیسو دغه ۲۶ کلن کس چې شدید مقاومت یي ښکاره کولو په مؤقت ډول ونیوه. وروسته دغه مهاجر د پولیسو پر دوو مامورینو خوله ولګوله (چک ولګولو) او یوه ښځینه پولیسه یې د سر په برخه کې په لغته وهلو سره ټپي کړې وه.
د کمپ اوسیدونکو او پولیسو له پاره څو امبولانسونه سیمې ته غوښتل شوي وو. ویل شوي دي چې د ګانا هیواد دغه ۲۶ کلن کس په امبولانس کې د درملنې پر مهال بیهوښه شوی وو او روغتون ته تر انتقالیدو وروسته یې سا ورکړې وه.
د المان د «بوخوم» ښار پولیسو د دې پيښې او د دغه سړي د مړينې په اړه څیړڼې پیل کړي دي. د پولیسو افسران چې په دغو عملیاتو کې یې ګډون کړی وو باید تر رواني درملنې لاندې ونیول شي.
پولیسو تر اوسه پورې د دې پيښې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
آژانسونه: ش.ن/ خ.ح