آلمان غواړي چې د داعش ضد مبارزې ته دوام ورکړي
۱۳۹۸ دی ۱۵, یکشنبهد متحده آيالاتو له خوا د ايراني جنرال قاسم سلماني تر وژنې وروسته به د آلمان څه نا څه ۱۲۰ سرتېري په عراق کې پاته شي. د آلمان د دفاع وزيرې، انګرېت کرامپ کارنباور ويلي دي چې «عراق بايد ګډوډ نه کړل شي. په تېره بيا بايد عراق د افراطيانو تر کنترول لاندې را نه شي.»
د هغې په خبره مهمه ده چې د تروريستي ډلې «اسلامي دولت» ضد جګړه دوام پيدا کړي. له دې کبله به آلمان د داعش ضد نړيوال ائتلاف په چوکاټ کې له خپلو ملګرو سره يو ځای د داعش په وړاندې فعاليتونو ته ادامه ورکوي او د سيمې د ثبات له پاره به کار کوي.
د اپوزيسيون سياستوالو له عراقه د آلماني سرتېرو د ايستلو غوښتنه کړې وه. د جمعې په ورځ د آلمان پوځ د کردانو او د عراق د مرکزي حکومت د امنيتي ځواکونو روزنه ځنډولې وه. دغسې يوه پرېکړه د داعش ضد ائتلاف اصلي مقر، د امنيتي وجوهاتو له مخې کړې وه.
hk/se (dpa, rtr)-ن ص/ش ن