آلمان ـ د درو اديانو مشترکي «ابراهيمي لمانځنې» پېل سوې
۱۳۹۹ شهریور ۱۸, سهشنبهسږنۍ «ابراهیمي لمانځنې» د يکشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۶مه نېټه) د مازديګر په پنځه بجو د آلمان د ريکلينګهاوزن سيمي په يهودي کنيسه کي د ځانګړو مراسمو په ترڅ کي پېل سوې. پرانستونکي مراسم د «ګډ ژوند ـ آهنګونه، تسلسل او لېدنې کتنې» تر عنوان لاندي تر سره سول.
دغه لمانځنې به د ښار په بيلو برخو او ودانيو کي د روان کال د دسمبر مياشتي تر ۸مې نېټي پوري د ۲۰ بيلو غونډو او ورته فعاليتونو په شکل دوام ولري. سږنۍ لمانځنې چي د «ځوانان، انتخاب او فعاليت» تر عنوان لاندي تر سره کيږي د هميشه په شان د مارل ښار د يهودي، مسيحي او اسلامي سازمانونو له خوا تنظيم سوي دي. دا شلم ځل دی چې دغه کلنۍ مشترکي لمانځنې تر سره کيږي.
پرانستونکې غونډه د کرونا پاندمي سره تړلو محدوديتونو له کبله کوچنۍ ساتل سوې وه او پکښي يوازې۳۰ کسانو ګډون وکړ. خو په دغه غونډه کي د فيسبوک ژوندۍ ويډيو له لاري ګڼ شمېر نورو داسي کسانو هم اشتراک وکړ چي په غونډه کي په فيزيکي توګه حاضر نه ول خو د انټرنټ له لاري د غونډي برخه وال ول. تېر کال د يادو لمانځنو په ترڅ کي ۲۵۰۰ کسانو ګډون کړی ؤ.
د سږنيو لمانځنو کوربه توب نامتو سوريايي سندرغاړي، موسيقي جوړونکي او پيانو ږغوونکي أيهم احمد ته سپارل سوی دی. نوموړی له خپل هيواد سوريې څخه د مهاجر کېدو وروسته، د نژدې پنځو کالو راهيسي په آلمان کي ژوند کوي. هغه به د دغو لمانځنو په ترڅ کي د اکتوبر په ۳۰مه نېټه د مارل ښار په «شارون شوله» نومي ښوونځي کي يو کنسرت هم ورکړي.
د دغو لمانځنو په ترڅ کي د ابراهيمي اديانو سره تړاو لرونکي او نور مېلمانه پر بيلو موضوعاتو مقالې اوروي، بېل ورکشاپونه دايروي او د اديانو او کلتورونو تر منځ د خبرو اترو او ديالوګ د لا زياتولو پر امکاناتو د نظرونو او افکارو تبادله کيږي. په دغو غونډو کي هر کال سوله او تفاهم د هغه مهمترينو موضوعاتو څخه وي. په دې ترڅ کي به د ښوونځيو دننه د شاګردانو سره هم بحثونه او ورکشاپونه تر سره سي.
د دغو لمانځنو په وروستۍ ورځ يعني د دسمبر د ۸مې نېټي له پاره مشترکه ډوډۍ پلان سوې ده. دغه ډوډۍ به د مارل ښار د ښاروالۍ په ودانۍ کي پر ګردي ميز داسي وخوړله سي چي که لا تر هغه وخته د کرونا محدوديتونه نافذ ول، چي هغوی هم مراعت سوي وي.
ا.ا./ب.ص.