آلمان له یمن سره کابو ۲۰۰ میلیونه یورو مرسته کوي
۱۳۹۹ خرداد ۱۴, چهارشنبهد ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش د یمن له خلکو سره د پيوستون له پاره غږ کړی دی. هغه د بسپنو ورکوونکو هیوادونو په نړیوال کنفرانس کې چې په مجازي بڼه ترسره کیده وویل: «موږ باید هیڅ وخت له لاسه ورنه کړو.» د هغه په خبره بشري وضعیت ډیر سخت خراب دی. د دغه عربي هیواد له ۳۰ میلیونه اوسیدونکو څخه یې ۸۰ سلنه مرستو ته اړتیا لري.
له وخت سره سیالي
ملګري ملتونه د راتلونکو اوو میاشتو له پاره له دغه هیواد سره د مرستو له پاره ۲،۴ میلیارده امریکایي ډالرو ته اړتیا لري. د بسپنو راټولو په دغه نړیوال کنفرانس کې کابو د دغه پیسو د نیمایي برخې ژمنه شوه. د مالي مرستو د کمښت له کبله د ملګرو ملتونو د مرستو مهمې چارې د دریدو له خطر سره مخامخ دي.
ګوتیریش په انتقادي ډول وویل: «موږ ترمخه له یمن سره هیڅکله د مرستو له پاره دومره کمې پیسې نه دي لرلي، لکه په اوسني وخت کې.» د هغه په خبره یوازې په روان میلادي کال کې ۱۱۰ زره انسانان په کولرا ناروغۍ اخته شوي، پر دې سربیره ملاریا او د ډینګي تبه نورې ناروغۍ دي. د کرونا ویروس له کبله وضعیت نور هم خراب شوی دی.
آلمان غواړي په ټوله کې کابو ۲۰۰ میلیونه یورو مرسته وکړي. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې ۱۲۵ میلیونه یورو به په روان میلادي کال کې د بشري مرستو له پاره ورکړي. پر دې سربیره به د آلمان د پراختیایي چارو وزات ۷۰ میلیونه یورو د مرستو د نورو ملاتړو اقداماتو له پاره په اختیار کې ورکړي.
په کومو برخو کې مرستې کیږي
مرستې د خوراکي، روغتیایي برخې او همداشان د څښاک د پاکو اوبو کانالیزسیون په برخه کې کیږي. د آلمان د پراختیایي چارو وزارت یوه ویاند پر دې سربیره د کرونا ویروس پر وړاندې عاجل اقدامات لکه د ښوونځیو له پاره د خوړو او همداشان د ویجاړو شوو روغتونو بیا رغاول هم یاد کړي دي.
دغه نړیوال کنفرانس ملګرو ملتونه په ګډه له سعودي عربستان سره رابللی وو. سعودي عربستان له ۲۰۱۵م کال راهیسې د یوه پوځي ائتلاف مشري کوي چې د یمن د حکومت په ملاتړ د حوثي یاغیانو پر ضد جنګیږي. حوثي یاغیان بیا د ایران له ملاتړ څخه برخمن دي چې له ۲۰۱۴م کال راهیسې د یمن ډیره برخه ترخپل کنترول لاندې لري.
سعودي عربستان چې له متحده عربي اماراتو او قطر سره د سترو بسپنه ورکوونکو هیوادونو په ډله کې دي د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د مرستو د ورکولو اعلان کړی. په دغه کنفرانس کې باید تر ۱۳۰ حکومتونو استازو ګډون کړی وای. په تیر میلادي کال کې په ژنیو کې دغه ډول یوه کنفرانس کې د ۲،۶ میلیارده ډالرو مرستي راټولي شوي وې.
مرستو ته چمتووالی کم شوی
دا چې هیوادونه پر اقتصاد او روغتیایي سیستم باندې د کرونا ویروس د اغیز له کبله له ستونزو سره لاس او ګریوان دي، نو له دې کبله سږکال مرستو ته د چمتووالي کچه هم ټیټه ده.
په رسمي توګه په دغه هیواد کې تر اوسه په کرونا ویروس د ۳۵۰ کسانو د اخته کیدو او د ۸۰ کسانو د مړیني خبر ورکړل شوی. ویل کیږي چې دغه ارقام ځکه لږ دي چې ډیر کم کسان معاینه کیږي او حوثي یاغیانو د دغه هیواد په شمال کې په کرونا ویروس د اخته کسانو په هکله هیڅ شمیرې نه دي خپرې کړي. د ګوتیریش په خبره داسې نخښې نښانې شته چې په یمن کې د کرونا له کبله د مړینې کچه به د نړۍ په سطحه ډیره لوړه وي.
uh/gri (dpa, afp, epd)
زموږ له آرشیف څخه: