آلمان: د کرونا قربانیانو ته د بیلابیلو مذهبونو ګډه دعا وشوه
۱۳۹۹ فروردین ۱۶, شنبهد ګډو دعاوو او عبادتونو له پاره د برلین ماریا ریګینا کلیسا ته د کاتولیکي عیسویانو په نمایندګۍ اسقف هاینر کوخ، د پروتستانت کلیسا څخه اسقف کریستیان شټېبلاین، د مسلمانانو په استازيتوب امامې اندریا رایمن او د یهودانو په نمایندګي بیا رابین ګیسا اېدربیرګ ورغلي ول.
رابین اېدربیرګ وویل: «زموږ تفاوتونه موږ نه سره جلا کوي، بلکي هغه موږ غني کوي.»
امامې رایمن بیا روښانه کړه چي د کرونا ویروس کړکیچ د بشریت له پاره یو سخت امتحان دی. د پروتستانت کلیسا څخه اسقف کریستیان شټېبلاین د یوې دعا پر وخت وویل چي هره ورځ «موږ په کرونا د اخته کیدو د نويو پیښو او د ډیرو کسانو د مړه کیدو خبرونه اورو؛ خصوصأ په ایټالیا کي». هغه وویل: «موږ ژړا اورو او اوښکي توییدل پخپله احساسوو.»
شټېبلاین د انسانانو ترمنځ د نوري ډیري همدردۍ ږغ هم وکړ او ویې ویل: «مرګ ته په کتو سره ډیر نوي شیان سته چي خبري ورباندي وکړو او نوی ژوند وکړو. د بیلګې په توګه هغو کسانو ته تلیفون وکړو چي یوازي دي او یا د ماسکونو په جوړولو سره له نورو سره کمک وکړو.»
د ماریا ریګینا کاتولیکي کلیسا د پخواني نازي آلمان د قربانیانو یوه کلیسا ده. د برلین یوه ټلویزون، چي دغه عبادتونه او دعاوي یې نشرولې، د دې دمخه ویلي وه چي که خلک د کرونا د ویروس پر وخت کلیساوو او خپلو عبادت ځایونو ته نه سي تلای، نو دغه شبکه یې غږ تر عبادت کوونکو رسوي.
(qn/ms (AG