آلمان نور د یونان او ایټالیا څخه مهاجر نه مني
۱۳۹۶ بهمن ۹, دوشنبهد آلمان د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ آلماني ورځپاڼي «دې ویلت» ته ویلي دي چي په ۲۰۱۷م کال کي د پناه غوښتونکو تقسیمات تر ډیره حده پوري پای ته رسیدلي دي. په راتلونکي اوونیو کي به یوازي هغه مهاجر ومنل سي چي تیرکال یې د اخیستلو امکان نه وو.
په ۲۰۱۵م کال کي د مهاجرت د بحران پر وخت د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه مکلف سول چی د ټولني د بهرنیو سرحدونو له هیوادونو څخه پناه غوښتونکي ومني. آلمان په لومړي سر کي د ۲۷۰۰۰ کډوالو منلو ژمنه کړې وه خو په حقیقت کي یې یوازي ۱۰۲۶۵ تنه منلي دي.
د کورنیو چارو وزارت په حواله د انتظار برخلاف په ښکاره ډول سره لږو کسانو آلمان ته د راتگ شرایط پوره کړي دي. په دې منځ کي په یونان کي نور تقریبأ هیڅ یو پناه غوښتونکی هم نسته چي آلمان ته د راتگ چانس ولري.
په ایټالیا کي بیا د ناقلیدلو له پاره په رسمي ډول یوازي ۳۰۰۰ پناه غوښتونکي پاته دي. د ناقل کیدلو او تقسیماتو په دغه پروگرام کي یوازي هغه کسان برخه اخیستلای سي چي د داسي هیوادونو څخه راځي چي د پناه غوښتنلیک د قبلیدو چانس یې ۷۵ سلنه وي.
د کورنیو چارو وزارت ویلي دي:«آلمان د اروپايي ټولني نورو هیوادونو په پرتله په ټوله کې ډیر پناه غوښتونکي منلي دي.»
زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:(03.12.2017)