آلمان يو روسی ساينس پوه په جاسوسۍ تورن کړی دی
۱۴۰۰ بهمن ۷, پنجشنبهد آلمان فدرالي څارنوالۍ د پنجشنبې په ورځ اعلان کړی دی چې د آلمان د بايرن ایالت د يوه پوهنتون يو روسی کارکوونکی یې په جاسوسۍ تورن کړی دی.
آلماني چارواکو ويلي دي چې د النور ان. په نوم دغه تن په اروپا کې د «آريانا فضايي توغندي پروګرام» په اړه معلومات د روسیې بهرنیو استخباراتي ادارې «اس وي آر» ته ورکول.
د فدرالي څارنوالۍ دفتر له خوا ويل شوي چې النور ان. ته د ۲۰۱۹م کال په مني کې دا دنده سپارل شوې وه. زياته شوې ده چې نوموړي به په ځانګړي توګه د اروپا د دغه فضايي پروګرام د پرمختګ د بېلا بېلو پړاونو په اړه معلومات له روسیې سره شريکول.
»ډنمارک امریکا ته د اروپايي رهبرانو په جاسوسۍ کې مرسته کړې«
زياته شوې ده چې احتمالاً د النور ان. او د روسیې د استخباراتي ادارې ترمنځ منظم ليده کاته ترسره شوي دي. څارنوال پر نوموړي تور لګولی دی چې روسیې ته یې د معلوماتو د ورکړې په بدل کې په ټولیزه توګه ۲۵۰۰ يورو د نغدو پېسو په شکل کې ترلاسه کړي دي.
النور ان. د تېر ميلادي کال د جون مياشتې پر ۱۸مه نېټه نيول شوی وو. تر نيول کيدو دمخه نوموړی په بايرن ايالت کې د ساينس او تکنالوژۍ د يوه پروفيسر د څېړنو مرستيال وو.
څارنوالۍ د هغه پوهنتون نوم نه دی په ډاګه کړی چې نوموړي پکې کار کاوه. پر النور ان. دا تور د دسمبر مياشت پر ۹ نېټه د مونشن ښار په ايالتي محکمه کې لګول شوی وو. محکمه به اوس پريکړه کوي چې آیا دا قضيه به محکمې ته ځي او که څنګه او د محاکمې نېټه به ټاکي.
ب. ص/ ن. ز (AFP, AP, Reuters)
زموږ له آرشيف څخه: