آلمان: په هر ساعت کې یوه میرمن د تاوتریخوالي قرباني کیږي
۱۳۹۸ آذر ۴, دوشنبهد دوشنبې په ورځ په آلمان کې د رسمي خپرو شویو شمیرو له مخې په دغه اروپايي هیواد کې هر ساعت لږ تر لږه یوه میرمن د کورني تاوتریخوالي قرباني کیږي او په دې ترتیب سره د ژوند د خپل ملګري په لاس په فزیکي توګه ټپي کیږي. په مجموعي ډول د ۲۰۱۸م کال په ترڅ کې په آلمان کې له ۱۱۴ زره څخه ډیرې میرمنې د کورني تاوتریخوالي قرباني شوي دي.
د تاوتریخوالي په دغو پیښو کې د دوی د ژوند د اوسني یا پخواني ملګري له لوري جنسي تجازو، ګواښونه او په جبر سره د یوه کار کول شامل دي. د خپرو شویو شمیرو له مخې په ۲۰۱۸م کال کې په مجموعي ډول د کورني تاوتریخوالي په پایله کې ۱۲۲ میرمنې وژل شوي دي او په دې ترتیب په هرو دریو ورځو کې یوې میرمنې د کورني تاوتریخوالي په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د آلمان د کورنیو یا فامیلي چارو وزیرې فرانسسکا ګیفي د میرمنو پر وړاندې د تاورتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت دغه شمیرې وړاندې کړي دي. ګیفي د یادو شمیرو په هکله وویل: «دغه شمیرې ښيي چې تر اندازې ډیرې میرمنې د خپل پخواني یا اوسني ملګري په لاس د تاوتریخوالي قرباني شوي دي. په ۲۰۱۸م کال کې میرمنې له یو ځل څخه ډیر ځله په خطرناکه توګه ټپیانې شوي دي.»
د آلمان د فامیلي چارو وزیرې همدا راز زیاته کړې چې «موږ باید ډاډمن کړو چې د امکان تر حده په لومړي سر کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی تشخیص شي او دا چې د امکان تر حده پورې له میرمنو سره مرسته وشي. د میرمنو پر وړاندې تاوتریخوالی زموږ د ټولو د اندیښنې وړ دی.»
په داسې حال کې چې په آلمان کې د میرمنو پر ضد د تاوتریخوالي د پیښو په راپور ورکونه کې زیاتوالی راغلی دی خو سره له دې بیا هم ځینې نا ثبت شوې پیښې موجود دي چې د ثبت کیدو په صورت کې به دغه شمیرې لا پسې لوړې شي.
د میرمن ګیفي په خبره، له تاوتریخوالي سره مخ شوې میرمنې باید د میرمنو ځانګړو امن ځایونو ته لاس رسی ولري. خو په دې برخه کې اصلي ستونزه دا چې په دغه راز مرکزونو کې د میرمنو د ځای په ځای کولو له پاره په کافي اندازه ځایونه یا ظرفیت موجود نه دی. د آلمان د فامیلي چارو وزیرې د دوشنبې په ورځ وویل چې د آلمان فدرالي حکومت غواړي چې د راتلونکو څلورو کلونو له پاره په کلني ډول شاوخوا ۳۳ میلیونه ډالره د میرمنو له پاره د امن ځایونو د ظرفیت د ډیرولو په برخه کې مصرف کړي. په آلمان کې اوسمهال د میرمنو له پاره ۳۵۰ امن ځایونه موجود دي.