آلماني ساينس پوهانو ۴۴ ميليونه کاله پخوانی چينجی موندلی
۱۳۹۸ آبان ۳۰, پنجشنبهد ساينسي رپوټونو د نيچر مجلې د چهار شنبې ورځې په گڼه کې د خپرې شوې مقالې په حواله آلماني ساينس پوهانو يو ۴۴ ميليونه کاله پخوانی چينچنی یا لاروا موندلی دی.
په ميونشن ښار کې «د آلمان د بايرن ايالت د ژويو پيژندنې او ټولونې» د څېړونکو په حواله دا چينجی د خپل ډول لومړی دی چې د بالتيک سيمې په کهربه کې موندل شوی دی. کهربه د ونو هغه کلک شوي کنډ دی چې ژيړ یا کمرنگه نارنجي رنگ لري او د لرغونې زمانې راهيسې گران بيه گڼل کيږي او د گاڼې په جوړلو کې د غمو په توگه کاريږي.
دې ۵ ملي متره لاروا ته د پتنگانو د «جيوميتريدا» په کورنۍ کې د «ايگو ميتر واندنس» نوم ور کړل شوی چې ۲۳ زره بېلا بېل ډولونه لري.
ساينس پوهانو وويل چې دغه چينجی د يوې ونې په ژاوله يا کنډ کې بند پاتې شوی وو چې دغه کنډ بلآخره په کهربه بدل شوی وو او د چينجي ځانگړی جوړښت یې د ميليونو کالونو له پاره ساتلی.
د دې څېړنې يوه گډونوال اکسل هاوسمن وويل: «په کهربه کې موندل شوې چينجی په هر صورت کې ډېر نادر دی او دا د بالتیک د سيمې په کهربه کې د پتنگ تر ټولو ستر فوسيل دی.»
د شاوپرک له نورو ډولو برعکس جيوميتريدا ډول چينجي د پنځوو جوړو پښو پر ځای يوازې دوه يا درې جوړه پښې لري. دا په دې معنی ده چې هغوی غير عادي تگ کوي.
څیړونکو ويلي چې دا فوسيل به د اييوسن دورې (د کابو ۳۴ – ۵۶ میلیونه کاله پخوا) د تکاملي پروسو په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو زمينه برابره کړي. يعني هغه دوره کله چې گلان لرونکو بوټو چې د شاوپرکو دې ډول ور سره تماس درلود، ښه وده کړې وه.
bs/ms (Natalie Muller )