1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا د جلي موادو او ژلاتين استعمال ناروا ګڼل کيږي؟

۱۳۹۸ مرداد ۴, جمعه

په اروپا کې د «جلي بېبيز» په نوم خواږه هغه څه دي چې ځينې مسلمانان يې له رانيولو څخه ډډه کوي. خو يوازې جلي خواږه نه دي چې ژېلاتين لري. د خوګ او نورو حيواناتو له پوست جوړه دغه ماده په لبسرين او دارو درملو کې هم موندل کيږي.

https://p.dw.com/p/3MmA6
Bildergalerie Lebensmittel Skandal Erdbeeren mit Pudding
انځور: photocrew/Fotolia.com

ژلاتين يا جيلاتين يوه جامده، نيمه شفافه ماده ده چې د حيواناتو له پوست او هډوکو څخه جوړيږي. هغه جلي موادو، خوږو، دارو درملو او نورو توکو ته خپل خاص شکل او وړتيا وربخښي. په داسې حال کې چې په افغانستان کې ښايي يوازې لږ خلک دغې موضوع ته متوجه وي، خو په اروپا او د نړۍ په نورو برخو کې مېشت افغانان او مسلمانان تر ډېره له دغې موضوع سره بلد دي. ځينې مسلمانان د سودا په رانیولو کې هم ورته متوجه دي او له هغو توليداتو څخه ډډه کوي چې ژلاتين ولري. خو افغانانو ته دغه موضوع تر ډېره نوې ده. په دې اړه په کابل کې مېشت آزاد خبريال محمد نواب وايي:
«شايد په اروپا کې پرې خلک خبر وي، خو په افغانستان کې ښايي يوازې يوه سلنه وګړي او هغه هم مسلکي خلک ورباندې پوهاوی ولري. نور عادي خلک ورباندې نه پوهيږي.»

ژلاتين ته بديل مواد هم شته

د ژلاتين خوړل د ځينو ديني او کلتوري لارښوونو له مخې ناروا ګڼل کيږي. د يهودانو کوشر او د مسلمانانو د حلالو خوړو د لارښوونو له مخې بايد ژلاتين يا جلي مواد د خوګ پر ځای د غويي يا کبانو د پوست او هډوکو څخه جوړ وي. غويان هم بايد د ديني مقرراتو له مخې حلال شوي وي. ژلاتين ته بديل توکي له سمندري وښو څخه جوړيږي او اګار (agar) او کاراګېنان (carrageenan) نوميږي. هغه هم خوراکي توکو ته جلي او کلک شکل ورکوي.
په آلمان کې مېشت افغان کډوال، بصير مومند، بيا وايي چې دغسې مواد (جلي مواد او ژلاتين) د نورو حيواناتو لکه د غويي تر څنګ د خوګ له پوست او هډوکو څخه هم جوړيږي چې په عقيدوي لحاظ منع دي. د مومند په اند په افغانستان کې حاکمو حالاتو او ناخوالو د دې مخه نيولې ده چې خلک ځانونه له دغسې موضوعاتو سره بوخت کړي. د هغه په نظر ډېر افغانان په دې اند دي چې افغانستان ته واردېدونکي توکي په عمومي ډول حلال دي. دا په داسې حال کې ده چې د مومند په خبره په اروپا کې خلک ډېره مطالعه کوي او په اروپايي هېوادونو کې بازار ته د عرضه شوو موادو کيفيت او حتی مقدار يې بايد په دقيق ډول په ګوته شي. خو په خبره يې په افغانستان کې خلک په دغسې موضوعاتو باندې ډېر فکر نه کوي.
دارو درمل او ژلاتين

مومند هم په دې برخه کې دې ته اشاره کوي چې د دارو درملو خوړلو جواز شته، خو بالاخره دا د هر چا شخصي پرېکړه ده چې د چا په علميت او د پوهاوي کچې پورې هم اړه لري. د دې نه علاوه د مومند په خبره ځينې آلمانان هم د حيواناتو له هيڅ ډول موادو څخه استفاده نه کوي او يوازې نباتي خوړو او آن داسې لباس ته هم ترجيح ورکوي چې حيواني مواد پکې نه وي کارول شوي. نن سبا تقريبا په ټوله نړۍ کې ژلاتين توليديږي. په داسې حال کې چې د امريکا په متحده آيالاتو کې هغه د خوګ يا سرکوزي له پوست څخه جوړيږي، په فرانسه او بريتانيا کې تر ډېره د غويانو پوستکی استعماليږي. 

Symbolbild Medikamente Pillen
ژلاتين او جلي مواد د دارو درملو په جوړولو کې هم کاريږيانځور: Colourbox
Süssigkeiten - Gelatine in Gummibärchen
په آلمان کې د «جلي بېبيز» يا «ګومي بېرشن» جلي خواږه ډېر شهرت لريانځور: picture-alliance / dpa/dpaweb

رسنۍ/زبير احمد/ن ص/ن ز