آيا په غوښه او شيدو کې موجود میکروبونه د سرطان لامل کیږي؟
۱۳۹۷ اسفند ۸, چهارشنبهد نوبل د طب د ۲۰۰۸م کال د جایزې گټونکی پروفیسر هارالد څور هاوزن، له لسو کلونو څخه د زياتې مودې راهيسې اټکل کوي چې انسانان د شېدو د توليداتو او سرې غوښې يعني د خنځير، غوايي، خوسې او يا پسه د غوښې د خوړولو له لارې په ميکروبونو ککړيږي چې دا بيا څو لسیزې وروسته کيدای چې د کولمو او سينې د سرطان او همدا راز د بدن د څو غړو د فلجیدو یا (Multiple Sclerosis) سبب وگرځي.
د آلمان د سرطان د څېړنې د مرکز په يوه مطبوعاتي غونډه کې پروفيسر څور هاوزن او د هاېدلبيرگ نورو څيړونکو «د نوې بڼې میکروبي عاملين د سرطان د خطر د فکتورونو» په توگه معرفي کړل.
د هاېدلبيرگ څېړونکو وکولی شول د کولمو د انساجو له جملې څخه هغه انساج مشخص کړي چې دغه پاتوژن يا میکروبونه پکښې ژوند او وده کوي. د میکروبي کیدو او د يوې مشخصې ناروغۍ ترمنځ د نيغ په نيغه تړاو يا اړيکې ثابتيدل د وقایې د امکاناتو لارې پرانيستی شي: د بیلګې په توگه د واکسينو او يا د ژوند او خوراک د داسې بڼې غوره کول چې د انسانانو ژوند نه گواښي.
سيمه ایزې ځانگړتياوې
د هاېدلبيرگ څېړونکو د نړۍ په کچه په بیلابیلو سیمو کې د کولمو او سینې سرطان د پېښو او د شېدو او غوښې د استعمال د کچې ترمنځ څیړنې کړي چې د دغو دوو موضوعګانو تر منځ اړیکه روښانه شي. په دې ترڅ کې لومړی دا د پاملرنې وړ وه چې د نړۍ په هغه سيمو کې چې شېدې او د غوايي غوښه دېره خوړل کيږي، د کولمو د سرطان پېښې هم ډېرې دې: د مثال په توگه په شمالي امريکا، ارجنټاين، اروپا او استرليا کې. په دې سيمو کې د زياتره د غوايي د اروپايي نسل (Bos Taurus) غوښه ډېره خوړل کيږي.
په هند کې بيا وضعيت دغه نظر تقويه کوي: هلته د کولمو او سېنې د سرطان کچه ډيره ټيټه ده، دليل یې ښايي دا وي چې هندوان غواوې مقدسې گڼي او نه یې خوري. د هند په يوازې هغو ايالاتونو کې چې د ماشومانو د مړښت له پاره هغوی ته د غوا شېدې ورکول کيږي، د سینې د سرطان د نويو پېښو کچه لوړه ده.
خو بوليويا او مغلستان بيا په دې مورد کې يو څه د پاموړ دي: هلته د کولمو او سینې د سرطان کچه ټيټه ده په داسې حال کې چې هلته هم خلک د غوايي غوښه خوري خو البته د يوه بل نسل غوايي. په بوليويا کې زیاتره ښکر لرونکې غواوې چې علمي نوم یې «Bos Indicus» دی، ساتل کيږي. په مغلستان کې هم همداسې ده.
د میکروبونو لټول
د هاېدلبيرگ څېړونکو لومړی د ويروسونو په اړه څېړنه پېل کړه. دوی داسې تخنيکونه وکارول چې له لارې یې په عمومي توگه ویروسونه راجلا کيږي. په دې تجربو کې دوی داسې يو څه موندل چې څو ځلي د توليديدو وړتيا لري. دا د «ډي اين ای» يا گرد شکل لرونکې برخې دي چې د ځينو باکترياو د ځينو مشخصاتو سره ډېر ورته والي لري. دوی ته «Bovine Meat and Milk Factors» نوم چې لنډیز یې «بي ايم ايم ايف» دی، ورکړل شو. دا میکروبي التهابونه د غټو کولمو د پردو لاندې د انساجو په منځ کې موندل کيږي.
په ماشومتوب کې انتاني ناروغۍ
د انسان مدافعتې سیستم تر زيږيدو وروسته څه نا څه په يوه کال کې بشپړيږي. له دې کبله د هايدلبيرگ څيړونکي اټکل کوي چې ماشومان په ډېر کوچني عمر کې د غوا د شيدو د توليداتو له لارې په دغه ميکروبونو ککړیدلی شي. دغه ميکروبونه بيا په مشخصو انساجو کې لکه په کولمو او سینه کې يو اوږد مهال التهاب پاروي چې دا په شا او خوا پرتو انساجو کې د سرطان رامنځته کيدو ته لاره هواروي. خو د سرطان ناروغي د انتاني ناروغيو څو لسیزې وروسته رامنځته کيږي.
خو ماشومانو ته اوږده موده (تر شپږو مياشتو زيات) د مور شيدې ورکول هغوی له يو شمېر میکروبونو څخه ساتي چې په هغه کې «نورو» ويروس «روتا» ويروس او ايچ آيي وي ويروس شامل دی.
څرنگه ځان ساتلی شو؟
په «بي ايم ايم ايف» ککړيدل هرو مرو سړی د کولمو په سرطان نه اخته کوي. څېړونکي دمگړۍ په دې هلکه څيړنې کوي چې آيا د کولمو په سرطان اخته مريضانو کې د «بي ايم ايم ايف» پروټينو ثابته شوې اندازه د مريضانو له ژوندي پاتيدو سره کومه اړيکه لري او که نه؟ که چېرې ځواب هو وي نو بيا بايد هغه کسان چې په وينه کې یې د دغه ميکروب کچه لوړه وي، د سرطان د معلومولو د وخته مخکې معاينات هرو مرو ترسره کړي.
ښايي يو وخت د دغه ميکروب پر ضد واکسين هم کشف شي. د تصور وړ ده چې غوايان به واکسينيږي څو یې له توليداتو څخه دغه ميکروب انسانانو ته انتقال نه شي. د نويو زيږيدلو ماشومانو له پاره هم دغه ډول واکسين د تصور وړ دي.
د غوايي له غوښې او شېدو له توليداتو څخه ډډه کول به ښايي گټه ونه لري ځکه زیاتره لويان ښايي په دغه ميکروب ککړ وي.
زموږ له آرشيف څخه: