1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

آيا چين د ایران ځمکنۍ بشپړتيا تر پوښتنې لاندې راولي؟

۱۴۰۱ آذر ۲۵, جمعه

چين د متحده عربي اماراتو د فارس خليج د دريو ټاپوګانو د ملکيت د دعوې پلوي کړې. په ايران کې عموميت په دې تړاو د خپل حکومت په اړه غوسه څرګنده کړې ده.

https://p.dw.com/p/4L4BK
د رئيس جمهور شي جين پينګ له سعودي وليعهد محمد بن سلمان سره
د رئيس جمهور شي جين پينګ له سعودي وليعهد محمد بن سلمان سرهانځور: Saudi Press Agency/REUTERS

چين تهران ته د چارو د سمولو په موخه يو پلاوی استولی دی. علت یې دا دی چې متحده عربي اماراتو ته د چين د ولسمشر شي جين پينګ تر سفر وروسته یې له ایران سره اړيکي ترنګلي شوي دي.

ولسمشر شي له خپل کوربه سره په ګډه اعلامیه کې په فارس خليج کې د عربي هېوادونو ملاتړ وښود او په غېر مستقیمه توګه یې په فارس خليج کې پر دريو ټاپوګانو د متحده عربي اماراتو د ملکيت پلوي وکړه.

په فارس خليج کې د ابو موسی، کوچني تنب او ستر تنب په نوم درې ټاپوګان په ۱۹۷۱م کال کې د بريتانويانو تر وتلو وروسته ايران په ولکه کې واخیستل، خو متحده عربي امارات یې د ملکيت دعوا کوي. يوازې پر ابو موسی خلک استوګن دي. هلته کابو ۵۰۰۰ کسان ژوند کوي.

د انګلستان په سوکس پوهنتون کې د نړيوالو اړيکي استاد کامران متين له دويچه ويله سره په خبرو کې په دې اړه وويل: «د اماراتو د ملکيت د دعوی پلوي په تېره بيا سياسي معنی لري.» نوموړي زياته کړه: «د تهران حکومت په دې تېرو لسو کلونو کې له چين سره اړيکي رامنځته کړي او چين او روسیې ته د لوېدیځ په مقابل کې د خپلو مهمو شريکانو په سترګه ګوري. اوس چين د يوې ډېرې حساسې جيو سياسي لانجې په ترڅ کې د اماراتو څنګ ته درېدلی. د چين له پاره په فارس خليج کې له عربي هيوادونو سره اقتصادي همکارۍ ډېر مهم نقش لوبوي. دا قضيه څرګندوي چې چين خپلې موخې څرنګه تعريفوي او له ايران سره خپلو اړيکو ته په کوم نظر ګوري.»

د نوموړي په خبره ظاهره ده چې لومړی ځای یې خپلې موخې لري.

په ايران کې غوسه

په ایران کې عام خلک هم چين او هم په تهران کې حکومت او د هغوی بهرني سياست ته غوسه دي. د ايران د بهرنيو چارو وزير د دسمبر پر لسمه نېټه پر تويتر ليکلي ول: «د فارس خليج دغه درې ټاپوګان د ايران نه بېلېدونکي برخې دي او تل به په دې مورني هېواد پورې تړلي وي. ایران به له هیڅ يوه هېواد سره کوم جوړ جاړې ونه کړي کله چې خبره د ايران د اسلامي جمهوريت ځمکنۍ بشپړتيا ته د درناوي وي.» د نوموړي دې تويت یې په اړه د انتقادونو يو طوفان رامنځته کړ. يوه قهرجن کاروونکي ورته په ځواب کې ليکلي ول: «کله چې له چين سره ستاسې د دوستۍ خبره وي نو تويتونه هم په چينايي ژبه کوې خو اوس په فارسي ژبه د چين د نوم يادولو جرائت نه لرې.» دوې ورځې وروسته عبدالنهيان د خپل تويت چينايي ژباړه له خپل حساب څخه خپره کړه.

د ایران، چین او روسیې ګډي سمندري مانورې پيل شوې

له پنځوسو کلونو راهيسې متحده عربي امارات د دغو کوچنیو ټاپوګانو د ملکيت لرلو غږ پورته کوي او په دې ترتيب د ایران د حکومت له خوا د له غوسې ډک غبرګونونه را پاروي. امارات د خپل ځواکمن ګاونډي سعودي عربستان ملاتړ هم له ځان سره لري. دا جزیرې ستراتيژيکي اهميت لري ځکه چې د فارس خليج د هورمز لارې د تېلو له مسیر سره نېږدې پرتي دي.

د چين او ایران د دوستۍ نخښه؛ په تهران کې د چين د نوي کال په مناسبت د دواړو هېوادونو بيرغونه
د چين او ایران د دوستۍ نخښه؛ په تهران کې د چين د نوي کال په مناسبت د دواړو هېوادونو بيرغونهانځور: Chinese Embassy in Iran/Handout/Xinhua/picture alliance

د ستراتیژيکي ارزښت ترڅنګ دا يو ناسيوناليستي بُعد هم لري. په ټولنیزو رسنيو کې ایرانيان د ۱۸۹۱م کال يوه نقشه لاس پر لاس کوي چې د آلماني نقشه جوړونکي ادولف شتيلر له خوا جوړه شوې وه. په دې نقشه کې دغه درې جزېرې د ایران په رنګونو رنګ شوي دي.

چين د آرامولو هڅه کوي؟

د سه شنبې په ورځ د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال محمد مخبر وويل چې چين زموږ ترڅنګ ولاړ دی. تر دې ديپلوماتيکي لانجې وروسته د چين يوه پلاوي تهران ته سفر وکړ څو د ايران د دولتي رسنيو په حواله د ایران له حکومت سره د چين پانګونې همغږې کړي.

د ایران انګلسي ژبې ورځپاڼې «تهران ټايمز» د چهار شنبې په ورځ رپوټ ورکړ چې «چين د ایران د ځمکنۍ بشپړتيا ملاتړ کوي.» د دغه رپوټ سره د چين د لومړي وزير د مرستيال هو چونهوا او د ایران د جمهوررئيس د لومړي مرستیال محمد مخبر د ملاقات يو انځور خپور شوی دی.  هو چونهوا د ایران له ولسمشر رئيسي سره هم ليدلي ول.

د ایرنا دولتي خبري آژانس په حواله ولسمشر په دې ترڅ کې د چين د دريځ له کبله د ایران د خلکو او حکومت نارضايتي له نوموړي سره شريکه کړې ده.

چين خپلې موخې مخته وړي

د ايران اړوندو چارو کارپوه امير چاهکي وويل: «چين پر سعودي عربستان او د خليج همکاريو شورا پر غړيو هېوادونو تکيه کوي. د چين له پاره اقتصاد د ټولو مهمو پريکړو په مرکز کې قرار لري. چين د ایران او يا د ایران د اسلامي جمهوريت پر ضد نه دی. خو دمګړۍ ورته له سعودي عربستان سره همکاري ګټوره ده.»

سعودي عربستان او د خليج د همکارۍ شورا نور پنځه غړي چې په تېرو پنځوسو کلونو کې د تېلو د عایداتو له برکته په چټکې سره پرمختګ کړی دی، د ايران په پرتله چې ۸۴ میليونه وګړي لري، چينايي پانګوالو ته ډېر ښه چانسونه لري. ګاونډي عربي هېوادونه یې ټول په شريکه ۵۰ میليونه نفوس لري چې د پيريدو ځواک یې ډېر قوي دی.  پر دې سربیره د چين ستر ولسي اقتصاد ډېر مقدار تېل کاروي. پيکنګ د انرژۍ د اړتياو د ډاډمنتيا له پاره هم ډېرو شريکانو ته اړتیا لري.

ایران له لوېدیځ سره د اتومي لانجې په پايله کې د مالي بحران سره مخ دی. په هېواد کې د روانو مظاهرو له وجې هم ایران د پيکنګ له پاره يو ډاډمن شريک نه دی. د ولسمشر ابراهيم رئيسي د حکومت له خوا د ۲۰۲۱م کال د ایران –  چين همکاريو ۲۵ کلن تړون هم تر اوسه نه دی عملي شوی.

ب. ص/ ن. ز (Shabnam von Hein)

زموږ له آرشيف څخه: