1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د قانون حاکميتاروپا

ادوارد سنوډن ته روسی تابعیت ورکول سو

۱۴۰۱ مهر ۵, سه‌شنبه

د روسیې جمهوررییس، ولاد یمیر پوتین امریګايي افشاګر، ادوارد سنوډن ته د روسیې تابعیت ورکړ.

https://p.dw.com/p/4HOnR
Berlin | Edward Snowden auf Video-Leinwand Urania
انځور: Jörg Carstensen/dpa/picture alliance

هغه ته د تابعیت ورکولو نوم د یو تعداد نورو کسانو سره په هغه لست کي شامل دی، چي د کریملین لخوا نشر سوی دی. مسکو ویلي دي، چي سنوډن د خپل خواهش پر اساس د روسیې تابعیت پلاس راوړی دی. 
هغه په ۲۰۱۳ م کال کي د امریکا متحده ایالاتو د استخباراتي ادارې، اِن اس اې لخوا د جاسوسۍ فعالیتونو په لس هاوو زره اسناد نورو ژورنالسټانو ته ورکړل. په همدې خاطر هغه په امریکا کي د محاکمه کیدو د خطر سره مخامخ دی. روسیې هغه او ميرمن ته یې پناه ورکړې وه.