1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په یونان کې د مهاجرو او پولیسو تر منځ اخ و ډب

۱۳۹۸ آذر ۲۸, پنجشنبه

د يونان پوليسو د پنجشنبې په ورځ د ساموس ټاپو په کمپ کې پر اعتراض کوونکو مهاجرو باندې اوښکې بهونکي ګاز پاشلی. بل لوري ته بيا د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان پر اسلامي هیوادونو د نه همکارۍ او ملاتړ شکايت وکړ.

https://p.dw.com/p/3V5P1
Malaysia Erdogan zu Besuch
انځور: picture-alliance/AA/Presidency of Turkey/M. Cetinmuhurdar

 د رويټرز خبري آژانس له آتن څخه د يونان د پوليسو د یو افسر په حواله خبر ورکوي چې شاوخوا ۳۰۰ مهاجر د ساموس ټاپو د فاثي(Vathy) کمپ مخ ته راټول شوي وو او غوښتنه يې کوله چې بايد حکومت دوی له دغه ځای څخه وچې ته انتقال کړي. يوناني چارواکو ويلي چې د مظاهره کونکو مهاجرو او پوليسو تر منځ يو لنډ اخ و ډب هم رامنځ ته شوې ده.

په رپوټ کې زياته شوې چې په دغو مهاجرو کې ډيری يې افريقایان دي. دا په داسې حال کې ده چې ياد کمپ د ۶۵۰ تنه مهاجرو له پاره جوړ شوی، خو له دغه ظرفيت څخه ډير مهاجر  پکې ژوند کوي. د يونان په نورو کمپونو کې هم دې ته ورته وضعيت دی.

يونان د اروپا دروازه

يونان د اروپا پر لور د غيرقانوني مهاجرتونو په لار کې پروت لومړنی هيواد دی او د مهاجرو له پاره د اروپايي اتحاديې د دروازې حيثيت لري. په ۲۰۱۵م او ۲۰۱۶م کلونو کې له يو ميليون څخه ډير مهاجر دغه هيواد ته رسيدلي دي. همدا لامل دی چې د دغه هيواد په کمپونو کې د مهاجرو شمير له ټاکلي ظرفيت څخه پورته دی.

Griechenland Lesbos Moria Camp Flüchtlinge Brand Feuer
د یونان په کمپونو کې وخت ناوخت تاوتريخوالی رامنځ ته کیږيانځور: picture-alliance/AP Photo

يونان پلان لري چې د روان کال تر پايه پورې له ټاپوګانو څخه تر ۲۰ زره پورې مهاجر وچې ته انتقال کړي او تمه ده چې په دې اړه به نوي امکانات  د ۲۰۲۰م کال په جولای مياشت کې چمتو شي.  خو د رپوټونو پر اساس د هغو مهاجرو شمیر چې تازه د يونان ټاپوګانو ته رسيږي، له هغه څه لوړ دی چې د يونان حکومت يې وچې ته لیږدوي.

د بشر حقونو سازمانو له ډير وخت راهيسې د يونان په کمپونو کې د شته بد وضعيت په اړه نيوکې کړي دي.

پر نړيوالو د اردوغان نیوکه

بل لوري ته د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان ويلي دي چې ۵۰ زره نور سوريايي مهاجر له سوريې څخه ترکيه ته داخل شوي دي. رويټرز خبري آژانس له انقرې څخه ليکي چې اردوغان دغه خبره په ماليزيا کې د اسلامي مشرانو په يوه غونډه کې وکړه. د ترکيې ولسمشر په دې اړه ويلي دي. «وګورئ، تازه ۵۰ زره نور کسان له ادليب څخه زموږ خاورې ته راغلي دي.»

اردوغان زياته کړه: «موږ د مخه ۴ ميليونه مهاجر درلودل او اوس ۵۰ زره نور هم راغلل او کيدای شی نور هم راشي.»

اردوغان روانه اوونۍ په ژنيو کې د مهاجرت پر موضوع د ملګرو ملتونو په يوه نړيواله غونډه کې وويل چې هيواد يې د نړۍ په کچه د تر ټولو ډير شمیر مهاجرو کوربه توب کوي او مهاجرو ته د لاښې رسيدګۍ په موخه له غړو هيوادونو څخه د لازياتو مالي مرستو غوښتونکی شو.

Schweiz UNHCR-Flüchtlingsforum in Genf | Recep Tayyip Erdogan, Präsident Türkei
اردوغان په ژنيو کې د ملګرو ملتونو په نړيواله غونډه کېانځور: picture-alliance/AP Photos/Pool Presidential Press Service

اردوغان: آيا اسلامی هيوادونه نادار دي چې مرسته نه کوي؟

اردوغان غواړي د خپل پلان له مخې د سوريې په شمال ختيځ کې یو ميلیون سوريايي مهاجر ځای پر ځای کړي او په دې هڅه کې دی چې د دغه پلان له پاره يې نړيوال ملاتړ ترلاسه کړي. خو انقرې په دې برخه کې د خلکو له لوري لږ ملاتړ ترلاسه کړی دی. اردوغان وویل چې د مسلمانو هیوادونو په ګډون، نړیوال قدرتونه سوريې ته د ځواکونو د استولو په اړه ډير انديښمن ول نسبت دې ته چې د ترکې له يوې «امن سيمې» څخه ملاتړ وکړي.

هغه په دې اړه وويل: «آیا مسلمان هيوادونو بې وزله دي؟ ولې دوی دغه ملاتړ نه کوي؟» اردوغان زياته کړه: «حتی که دوی يوازې خپل خيراتونه ورکړي، دلته به نور فقر نه وي پاتې.»

د ترکيې ولسمشر دغه راز وويل: «کله چې موږ د یوې امن سيمې د جوړيدو په اړه پر هغوی د ملاتړ غږ کوو، هيڅ ملاتړ نه کوي، خو که خبره د وسلو شي بيا وسلې راځي.»