1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا ته د روسیې د ګازو لیږد بیا پیل شو

۱۴۰۱ تیر ۳۰, پنجشنبه

د »نورد ستریم يو« ګازو پایپ لاین له لارې اروپا ته د روسیې د ګازو انتقال بیا پیل شو.

https://p.dw.com/p/4ESG7
Deutschland | Nord Stream 1 in Lubmin
انځور: Sean Gallup/Getty Images

د نورد ستريم پایپ لاین چلونکي، د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې تر لسو ورځو بیا جوړونې وروسته، اروپا ته د ګازو لیږد بیرته پیل شوی.

د »نورد ستریم یو« ویاند پرته له دې چې ورکړل شوې اندازه معلومه کړي وویل: »پروژې کار بیا پیل کړی دی.«

د آلمان حکومت اندېښنه درلوده چې د پروژې د جوړیدو له چارې وروسته به د ګازو لیږد بیا پیل نشي.

د روسیې انرژۍ د لوی شرکت د معلوماتو له مخې چې خپل جرمني سیال ګاسکاډ ته یې ورکړي، هره ورځ په ساعت کې ۵۳۰ ګیګاواټه ګاز لیږدول کیږي.

د آلمان د انرژۍ د تنظیم د ادارې مشر کلاوس مولر په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دا اندازه د نورد ستریم د ظرفیت ۳۰ سلنه ده.