اسرائيل په تاجيکستان کې له افغان مهاجرو سره مرسته کړې
۱۴۰۰ دی ۲۲, چهارشنبهد اسرائيل د بهرنيو چارو وزارت عمومي منشي آلون اوشپيز د سې شنبې په ورځ وويل چې دوی ویاړي چې هيواد يې له هغو افغانانو سره د مرستو په نړيوالو هڅو کې شریک دی چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته له هيواده تښتیدلي دي.
اوشپیز زياته کړې چې دا مرسته له نړیوالې ټولنې سره د اسرائيل د ژمنو يوه برخه ده.
اسرائيل له افغان مهاجرو سره د دې مرستو خبر دقيقاً په هغه ورځ ورکړ چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په افغانستان کې د بشري بحران د مخنيوي په موخه د ۴،۴ ميليارده ډالرو مرستې غوښتنه وکړه.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر او د مهاجرو عالي کميسارۍ په ګاونډيو هيوادونو کې شا او خوا شپږ ميلیونو افغان مهاجرو ته د رسېدګۍ په موخه د ۶۲۳ ميليونو ډالرو مرستي غوښتنه هم کړې ده. دا شپږ ميليونه مهاجر د افغانستان د ټول نفوس ۱۵ سلنه برخه ده.
د ملګرو ملتونو د مهاجرو چارو عالي کميسارۍ له خوا ويل شوي چې ځيني افغانان له هيواده د وتلو په هڅه کې دي. دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو تر رسيدو وروسته شا او خوا ۱۷۵ زره افغانان بيرته خپل هيواد ته ليږدول شوي دي.
ب. ص/ ن. ز (AP)