اسلام آباد ته څیرمه د مارگله سمڅې
د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد مارگله، غرونو ته څیرمه داسې سمڅې شته چې کابو دوه نیم زره کاله پخوانۍ دي. اوس د میلیونونو کلدارو په لگښت دغه غارونو د رغول کیدو پروژه جوړه شوې ده.
د شاہ اللہ دته، سمڅې
په اسلام آباد کې د مارگله، د غرونو په لمن کې د شاه الله دته، نومې کلي کې پرتو دغه سمڅو ته د الله دته، غارونه هم وایي، چې زوړوالی یې ۲۴۰۰ کلونو ته رسیږي. کارپوهان وایي چې ښایي څو پیړۍ تر مخه د دغو سمڅو بل نوم وو، خو د مغلو د دورې وروسته دغه ځای د یوه درویش الله دته، په نوم ونومول شو. شاه الله دته په مارگله غرونو کې یو ډیر ښایسته کلی دی، چې اوسیدونکي یې ډیر مېلمه پال دي.
څمڅې له لیرې سمڅې نه ښکاري
د شاه الله دته په کلي کې پراته دغه غارونه له لیرې سم نه ښکاري ځکه چې په تیږو لرونکو غرونو کې جوړ دغه څو پیړۍ پخواني غارونه په طبیعي توگه ونو تر خپل شا پټ کړي دي. د مارگله د غرونو په لړۍ کې دغه غارونه خانپور ته د تلونکي سړک څخه لږ څه وړاندې پراته دي.
زاړه دیوالونه
د دغو غارونو خولې او د باندنیو دیوالونو حالت ډیر خراب دی. دا دې ثبوت دی چې د کابو دوه نیم زره کلونو بیلابیلو موسمي حالاتو دغه سمڅې څومره اغیزمنې کړي دي. سړی چې یې له نزدي وگوري نو معلومیږي چې د دغو تاریخي پاتو شوو آثارو د خوندي ساتلو څومره اړتیا ده.
له رازه ډک
دغه څمڅې له لیرې څخه ننداره کوونکو ته د نزدې راتلو بلنه ورکوي او چې سړی نزدې ورشې نو پر کتونکو یې د تاریخ راز غلبه کوي. له ۱۸۵۰م کال راهیسې د دغو سمڅو چارې د یوه کورنۍ په لاس کې دي. د دغو غارونو ساتنه د کورنۍ اوسنی مشر محمد اسماعیل پر غاړه او دی دغه کار له ځوانۍ راهیسې کوي.
د سیلانیانو له پاره زړه راښکونکي
د رخصتیو په ورځ ډیر شمیر ځایي سیلانیان د شاه الله دته، کلي ته مخه کوي کوم چې اووه سوه کاله پخوانی دی. د دغو سیلانیانو له پاره محمد اسماعیل یوه کوچنۍ قهوه خانه هم پرانیستي ده. د بهرنیو سیلانیانو په منځ کې ډیری یې د بودها دین پیرویان دي. له دغه ځای څخه لږ وړاندې د یوې زړې بودایي ستوپه، پاته شوې نخښې نښانې هم شته.
د گرمۍ د راکمولو هڅه
په دغه انځور کې لیدل کیږي چې د سمڅو سمبالونکی محمد اسماعیل له ماسپښین وروسته پر ځمکه اوبه پاشي، څو د گرمۍ تاو لږ کښیني. د یوه غار په خوله کې یو رنگه څادر هم غوړیدلی دی چیرې چې محمد اسماعیل یا په خپله آرام کوي او یا هم راغلي مېلمانه هلته د لږ ساعت له پاره آرام کوي. او د اسلام آباد پراختیایي ادارې یو پلان جوړ کړی دی چې دغه غارونه خوندي کړی شی او ورغول شي.
د راتلونکي په هکله امیدواري
محمد اسماعیل له دویچه ویله سره په خپرو کې ویلي دي چې په تیر وخت کې هم د اسلام آباد پراختیايي ادارې د دغو غارونو د رغولو پلان جوړ کړی وو خو کومه عملي نتیجه یې ور نه کړه. خو دا ځل هغه امیدواره دی چې د مارگله په غرونو کې دغه تاریخي غارونه ورغول شي او د سیلانیانو له پاره به زړه راښکونکي وي چې د سیمې په ودې کې به هم مرسته وکړي.
د سمڅې دننه ننداره
په دې انځور کې د شاه الله دته، د یوه غار دننه برخه ښکاري، او لیدل کیږي چې د څو سوه کلونو په اوږدو کې دغه سمڅې د خرابیدو له کوم عمل څخه تیرې شوي دي. ځینو غارونو ته ننوتل له خطر نه خالي نه دي.
د رغاولو او پاکۍ چارې
د دغو سمڅو په ځینو باندینو دیوالونو کې سوري هم شته. د دغو غارونو د احتمالي رالویدو د مخنیوي او پاکوالي له پاره مناسبو تدابیرو ته اړتیا ده. د اسلام آباد پراختیایي ادارې د څمڅو د بیا رغولو له پاره ۴۰ میلیونه کلدارو یوه پروژه چمتو کړې، چي په روان مالي کال کې به یې چارې پیل شي.
پخوانی باغ
د محمد اسماعیل په وینا پخوا وخت د دې ځای یو نوم گړیاله، همم وو چې پر څو جریبه ځمکه باندې د میوو لرونکو ونو یو ستر باغ هم وو، چې د «بدهو باغ» په نامه یادیده. دغه باغ پراختیايي ادارې په ۱۹۸۳م کال کې په خپل ملکیت کې ونیو او اوس له منځه تللی دی. دغلته یوه چینه هم شته چې تالاب پرې جوړ شو او ټول کړي اوبوي.
پر دغه لار به پخوا افغانستان او هند ته پوځي قافلې تللې
د پوټهوهار، په سیمه کې د شاه الله دته کلی پر یوه داسې لار پروت دی چې څو پیړۍ به پرې د هند او افغانستان تر منځ شاهي او پوځي قافلې تلې راتلې.
په جون میاشتې کې د جوړیدو چارې پیلیږي
د دغو سمڅو د بیا رغولو چارو سمبالونکي عامر علي په وینا پر دغه پروژه به کار د روان مالي کال دمخه پیل شي. هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «دغه غارونه زموږ تاریخي میراث دی. دا باید لا ډیر پخوا خوندي کړی شوي وای. په تیر وخت کې ډېر پلانونه جوړ شول خو عمل پرې و نه شو. اوس موږ ډیر منظم پلان جوړ کړی دی. موږ د دغو غارونو په واسطه غواړو سیلاني توب ته هم پراختیا ورکړو.»