اسلامي دولت د کابل د چاودنې پړه ومنله
۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۳, چهارشنبهد افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش، ویلي دي چې په پیښه کې ۲۵ تنه نور افغان ملکیان ټپیان شوي هم دي. پیښه د سهار د ګیروبار پر مهال رامنځ ته شوي او یو شمیر موټر یې هم ویجاړ کړي دي.
دانش زیاته کړې ده: «موږ اوس هم په دې اړه چې چاودنه د څه له کبله رامنځته شوې ده څیړنې کوو، خو زه دا خبره تاییدوم چې د چادونې پر مهال له سیمې څخه د بهرنیو ځواکونو یو کتار تیرده.»
چاودنه په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت ته نزدې رامنځ شوې ده.
په افغانستان کې د میشتو امریکایي ځواکونو ویاندې بیل سالوین، تایید کړې ده چې چاودنې درې تنه امریکایان هم ټپیان کړي دي.
د اسلامي دولت ترهګرې ډلې په یوې اعلامیې کې د کابل د چهارشنبې ورځې برید پړه پر غاړه اخیستې ده او ادعا یې کړې چې په کې اته امریکایي سرتیري وژل شوي دي. خو دغه ډله تل په خپلو بریدونو کې د لوړو تلفاتو ادعا کوي.