افغان محلي کارکوونکي بايد المان ته د تگ اجازه ولري
۱۳۹۱ مرداد ۲۳, دوشنبهد المان د زرغونو گوند د دفاعي چارو کارپوه اميد نوري پور وايي، چي هغو افغانانو ته چي په افغانستان کښي ئې ددغه هيواد د ماموريت پرمهال له دوی سره کار کړی دئ، بايد بې له کومي ستري بيروکراسۍ او ستونزي المان ته د راتگ اجازه ورکړل سي.
هغه د المان د «بيلد ام زونتگ» په نامه ورځپاڼي سره په مرکه کښي ويلي دي، چي له هغه وروسته چي الماني ځواکونه له افغانستان څخه را ووزي، افغان محلي کارکوونکو او د هغوی کورنيو ته خطر متوجه دئ:«ځکه هغوی له المانانو سره مرسته کړې ده.» هغه زياته کړه «ځکه نو موږ بايد اوس له هغوی سره مرسته وکړو.»
خو ددغه هيواد د سوسيال ديموکرات گوند د دفاعي چارو کارپوه هانس پيترس بارتيلس بيا دغه ورځپاڼي ته ويلي دي، چي المان ته د افغان محلي کارکوونکو د راتگ مسئله بايد جلا جلا وڅېړل سي.
د هغه په خبره تر۲۰۱۴ کاله پوري د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته دغه افغان محلي کارکوونکي د افغانستان يو مهم جز دئ.«هغوی ته پخپل هيواد کي ډيره اړتيا سته.»
دی وايي که پر هغوی باندي پخپل هيواد کښي پټکې کېدلې: «هغه وخت بيا د يوې څېړني له پاره اړتيا ده، چي څه ډول د هغوی ملاتړ او مرسته وسي.» که ددوی يو شمېر بيا المان ته راتلل نو دوی ته به«ښه راغلاست وويل سي».
د المان د کورنيو چارو وزارت دا خبره مخکي لا روښانه کړې ده، چي:«که چيري يو چاته د دوی د ماموريت په خاطر خطر متوجه وي، دوی به دغه موضوع څېړي.»
يوه المانۍ ورځپاڼه د دغه هيواد د دفاع وزارت د ليست په حواله ليکي، چي د هغو افغان محلي کارکوونکو شمېر چي له دوی سره په افغانستان کښي کار کوي، ۱۵۶۱ تنه دی، چي په دې کښي ژباړونکي، اشپزان او باغوانان شامل دي.
درې اوونۍ د مخه د المان د ايتلافي حکومت دوو تنو سياستوالو ايلکا هوف او يرنست رانهارد بيک ويلي ول، چي افغان مرسته کوونکو ته بايد المان ته د راتگ امکانات برابر سي.
آژانسونه/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: مسعود جهش