افغان مهاجر: فرانسوي پوليسو راباندي هوايي ډزي وکړې
۱۴۰۰ فروردین ۸, یکشنبهد فرانس پريس خبري آژانس د خبر له مخي افغان مهاجرو پر فرانسوي پوليسو د هوايي ډزو تور لګولی دی. د ادعاوو له مخي د ايټاليې سره پر پوله فرانسوي پوليسو هوايي ډزي وکړې چي افغان مهاجر وبېروي.
د انسا خبري آژانس د خبر له مخي د ادعا سوي پيښي وروسته يوه ۱۱ کلنه افغان ماشومه د شوک له کبله روغتون ته داخله کړل سوې. په تورين کي د ماشومانو د حقونو مسؤل يو څارنوال ته امر سوی چي ياده قضيه وڅېړي.
د افغان ماشومي مور د سره صليب کار کوونکو ته د مارچ په ۲۵ وويل چې دوی د فرانسې سرحد ته نژدې روان ول چي فرانسوي پوليس راورسېدل او هوايي ډزي يې وکړې. د دغې افغانې مېرمني په وينا دا د خپل مېړه او لور سره و سرحد ته نژدې له خپل مؤقتي سرپټي څخه دباندي راوتلي ول چي دا پېښه وسوه. افغانې مېرمني ويلي: »هغوی موږ مخاطب کړو او راباندي ږغ يې وکړ چي ودرې. ما د ډزو ږغونه واورېدل.«
يولس کلنه افغانه انجلۍ په تورين ښار کي په روغتون کي تر درملنې وروسته اوس بیرته رخصت کړل سوې. دغې انجلۍ باندي ډزي نه دي لګېدلي خو د ډزو له کبله شاک سوې وه. د انجلۍ مور ويلي چي د ډزو ږغ دغې انجلۍ ته په افغانستان کي د هغه بمي بريد ياد ورتازه کړی ؤ چي دا يې په ۷ کلنۍ په افغانستان کي شاهده سوې وه.
د فرانسې ځايي ژانده ماري پوليسو و فرانس پريس خبري آژانس ته ويلي دي چي هيڅ ډزي نه دي سوي او دا چي دا »يوه افواه» ده. د پوليسو وياندي ويلي: »د هر څه کنټرول او پخلی وسو په شمول د وسلو او مردکو د شمېرنې او د تورونه د پخلي له پاره هيڅ شواهد ونه موندل سول.«
آ./ا.ا./ا.خ.ح
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور: