افغان پوځ: په هوایي برید کې لږ تر لږه ۴۰ داعشیان وژل شوی
۱۳۹۵ فروردین ۲۷, جمعهد دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري، ویلي دي چې دغه هوایي برید د پنجشنبې په ورځ ناوخته په اچین ولسوالۍ کې ترسره شوی دی چې په پایله کې ډیر شمیر یاغیان ټپیان شوي هم دي.
د اچین ولسوال غالب مجاهد، ویلي دي چې دغه هوایي برید د اسلامي دولت یاغیانو یوه غونډه چې په «پخه لته بند» سیمه کې روانه وه په نښه کړې ده.
د دغه افغان چارواکي په خبره په برید کې ډیر شمیر وژل شوي کسان بهرني جنګیالي وو. چارواکو زیاته کړې ده چې د سیمې اوسیدونکو د وژل شویو کسانو مړي د اسلامي دولت نورو نجنګیالیو ته سپارلي دي.
د اسلامي دولت ترهګرې ډلې په وروستیو وختونو کې افغانستان په ننګرهار ولایت کې یو څه حضور موندلی دی. په دې ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او اسلامي دولت غړو تر منځ ډیر وخت جګړې هم شوی دی. په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې ډیر شمیر غړي له طالبانو څخه جلا شوي یاغیان دي.