افغان کډوال: روژه په وطن کې خوند کوي نه په آلمان کې
قاسم نوري۱۳۹۵ خرداد ۱۷, دوشنبه
مطیع الله مطیع له دوو کلونو راهیسې د آلمان په مونشن ښار کې اوسیږي. هغه د دویم ځل دی چې په آلمان کې د روژې مبارکه میاشت تیروي. هغه وایي په آلمان کې روژې اوږدې دي و خوند یې هم د وطن په پرتله کم دی.