1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د جمپينز ټرافي سیالیو له پاره لوبډله اعلان کړه

۱۴۰۳ دی ۲۳, یکشنبه

د افغانستان کریکټ بورډ نن یکشنبه په چمپينز ټرافي یا د اتلانو جام سیالیو له پاره خپله لوبډله اعلان کړه. بورډ پر خپله ويب پاڼه لیکلي چې د «(اتلانو جام) سیالیو له پاره د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې نوملړ په ډاګه کړ.»

https://p.dw.com/p/4p4p0
 د افغانستان د کریکټ ملي ټيم غړی ګلبدین نایب د ټيم له نورو غړو سره د ۲۰۲۴ کال د شل اوریز نړیوال جام یوې لوبې پرمهال
د افغانستان کریکټ بورډ نن یکشنبه د ۲۰۲۵م کال د جنوري ۱۲مه د جمپينس ټرافي سیالیو له پاره لوبډله اعلان کړه انځور: RANDY BROOKS/AFP

د افغانستان د کریکټ بورډد اعلامیې ترڅنګ، دغې لوبډلې نوملړ هم خپور کړی چې دغه لوبغاړي په کې شامل دي: ابراهیم ځدراڼ، رحمان الله ګربز، صدیق الله اتل، حشمت الله شهیدي، رحمت شاه، اکرام عليخيل، ګلبدین نایب، عظمت عمرزی، محمد نبي، راشد خان، الله محمد غضنفر، نور احمد، فضل الحق فاروقي، فرید ملک او نوید ځدراڼ. همدارنګه درویش رسولي، بلال سمیع او ننګیال خروټي هم په دغه نوملړ د احتیاطي لوبغاړو په توګه شامل دي.

ورته نور ولولئ: کرېکټ؛ افغان لوبډلې زمباوې ته د ۲۳۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه

د چمپينز ټرافي یا د اتلانو جام سیالیو کوربه پاکستاندی چې سیالۍ به ېې د کریکټ نړېوالې شورا د مهالویش مطابق د راتلونکې میلادي میاشتې فبروري په ۱۹مه پيل شي.

د افغانستان کریکټ بورډ دغه راز د افغانستان د لومړيو درو لوبو نېټې هم په ډاګه کړي دي چې له مخې به ېې افغانستان خپله لومړنۍ لوبه د فبرورۍ په ۲۱مه په کراچۍ کې له جنوبي افریقا سره ولري. دوهمه لوبه د فبرورۍ په ۲۶مه له انګلستان او دریمه به د فبرورۍ په ۲۸مه له استرالیا سره ولري.

ورته نور ولولئ: جنوبي افریقا هم له افغانستان کریکټ سره د بایکاټ غوښتنه کړې

هندوستان ويلي چې خپله لوبډله به پاکستان ته نه استوي او پر ځای به ېې خپلې سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې کوي.د افغانستان د کریکټ بورډ مشر میرویس اشرف ويلي چې افغانستان د نړېوال جام په تېرو دوو پړاونو کې ښې لوبې کړي او هيله مندې ېې ښودلې چې په چمپينز ټرافي سیالیو کې به هم افغان لوبغاړې ښې لوبې وکړي: «موږ هیله من یو چې افغان لوبډله به په اتلانو جام سیالیو کې هم غوره لوبې وکړي او هېواد ته به لا زیات وياړونه راوړي.»

 د ۲۰۲۵م کال په چمپینز ټرافي سیالو کې د نړۍ د کریکټ اته غوره لوبډلې شاملي دي. دغه لوبډلې دي: افغانستان، استرالیا، انګلستان، بنګله دیش، پاکستان، جنوبي افریقا، نيوزیلند او هندوستان. د دغه جام سیالۍ به د فبروري له ۱۹مې د مارچ تر ۹مې په پاکستان او متحده عربي اماراتو کې روانې وي.

له آرشیف څخه: 

د کریکټ نړیوال جام؛ کریم صادق راشد خان ته څه ویلي؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب