افغانستان ولي له تاجيکستانه بخښنه غوښتې؟
۱۳۹۴ مرداد ۲۳, جمعهد تاجيکستان امنیتي چارواکو د پنجشنبې په ورځ له انترفکس خبري آژانس سره په خبرو کي ويلي دي: «د رواني اونۍ په پيل کي په فرخار سيمه کي د افغانستان له اړخه د ۸۲ ميلي متري توپ دوې راتوغول سوي گولی لگېدلي دي.»
دغه معلومات په رسمي توگه تائيد سوي نه دي. خو د افغانستان کورنيو رسنيو ويلي دي چي د دغه هيواد د دفاع وزارت له تاجيکستانه بخښنه غوښتې ده.
يو تاجيکي چارواکي چي نوم ئې نه دی ښوول سوی ويلي دي: «له نېکه مرغه په دغه پېښه کي چا ته زيان نه دی رسېدلی او موږ پر افغانستان باندي هيڅ نيوکه نه لرو. موږ د افراطيت پر ضد جگړه کي د افغانانو ملاتړ کوو.»
د افغانستان په دوو شمالي ولايتونو تخار او کندوز کي چي له تاجيکستان سره سرحد لري د افغان امنيتي ځواک او وسله والو ډلو ترمنځ د رواني مياشتي په پيل کي جگړې سوي.
دوې ورځي دمخه داسي راپورونه هم ول چي گويا د کندوز ولايت څو نوري سيمي هم د وسله والو طالبانو او نورو ډلو تر واک لاندي راغلي. خو د کندوز امنیتي چارواکي دا نه مني.
له څو مياشتو راهيسي د افغانستان په شمال کي له بېلابېلو وسله والو ډلو سره افغان امنیتي ځواک په جگړو کي ښکېل وي.