1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا په فدرالي کچه د اعدام سزا متوقفه کړې

۱۴۰۰ تیر ۱۱, جمعه

د امريکا د عدلیې وزير میرک ګیرلند په حواله د دغه هيواد حکومت په فدرالي کچه د اعدام سزا د درولو په موخه اړونده بندیز تصويب کړی دی. ولسمشر جو بایدن د خپل سلف دونالد ترمپ برعکس د اعدام سزا مخالف دی.

https://p.dw.com/p/3vvGM
USA Washington | Justizminister Merrick Garland
د امريکا د عدليې وزير میرک ګېرلندانځور: Ken Cedeno/REUTERS

د امريکا متحده ایالاتو لوی څارنوال میرک ګيرلند د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د جولای لومړۍ) په فدرالي کچه د مرګ سزا د وخت تعينولو پر پلان موقتي بندیز لګولی دی.

ګيرلند، عدلیې وزارت ته لارښوونه کړې ده چې پر اعدام سزاو دې له سر غور وکړي او لوړ پوړو چارواکو ته یې په يوه يادښت کې ویلي چې هغه د امريکا پر تورپوستو وګړو په مختلفه توګه د دې جزاو د عملي کیدو په اړه اندېښمن دی.

د یوه امریکایي مسلمان اعدام د امام د نه شتون له کبله وځنډول شو

نوموړي په دې توګه له مرګ سزا څخه د تورپوستو وګړو د غير متناسب اغیزمنتوب له درکه احتمالي «خپل سرو» پريکړو او د ناسمو قضاوتونو «اندېښمنونکی» شمېر ته اشاره وکړه.

پر دې سربيره به دا هم و ارزول شي چې د مرګ سزا د عملي کولو له پاره د زهرو په پيچکارۍ کې کاريدونکي «Pentobarbital» مواد تر حد زیات درد او ځورونې باعث کيږي او که څنګه؟ همدا راز به د ترمپ د حکومت پر وخت عملي شوي نور يو شمیر مقررات هم و ارزول شي.

ولسمشر جو بايدن د اعدام سزا مخالف دی. نوموړي اعلان کړی دی چې له کانګرس سره په دې اړه په ګډه کار وکړي، څو د اعدام سزا په فدرالي کچه له منځه يوړله شي.

د هغه سلف دونالد ترمپ بيا برعکس د مرګ سزا پلوی وو او د هغه په دوره کې کابو تر شل کلن ځنډ وروسته په فدرالي کچه د مرګ سزا اجازه ورکړل شوې وه.

په امریکا کې یو ړوند بندي اعدام سو

د دې پر اساس د ۲۰۲۰م کال له جولای مياشتې راهيسې په فدرالي کچه د مرګ په سزا د محکومو شويو ۱۳ کسانو د مرګ سزا د زهرو په پيچکارۍ سره عملي شوه.

په فدرالي کچه د ۲۰۰۳م څخه تر ۲۰۲۰م کاله پورې د مرګ سزا که څه هم ورکول کيدله خو عملي شوې نه وه.

په کابو نيمايي ایالتونو کې د اعدام سزا

د امريکا متحده ایالاتو بېلا بېل ایالتونه بيا د جزا خپل قوانين لري او هغوی خپله په دې اړه پريکړه کوي چې دغه ایالت د مرګ سزا عملي کوي، متوقفوي یې او که یې بيخي له منځه وړي.

د امريکا ولسمشر په هر ایالت کې د مرګ سزا په اړه پر قوانينو او دا چې هغه عملي کيږي او که نه، هیڅ اختیار او اغیز نه لري. دمګړۍ د امريکا له ۵۰ ایالتونو څخه یې په ۲۴ کې د مرګ سزا عملي کيږي. درې ایالاتونه د دې اراده لري، خو تر اوسه یې عملي کړې نه ده او په نورو ۲۳ کې هغه له منځه وړل شوې ده.

ب. ص/ ن. ز ((dpa, rtr, ap)

زموږ له آرشيف څخه: