1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د نوي بودجې ډیره برخه نظامي تجهیزاتو ته اختصاص کړې

۱۴۰۱ دی ۳, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو کانګرس په مجموعأ ۱،۷ بیلونه ډالره سره خپله نوې بودجه تصویب کړه، خو جمهورریس، جوبایدن لا هغه باید امضأ کړي، ترڅو نافذ سي.

https://p.dw.com/p/4LP0a
USA | Investitionsprogramm des US-Kongress
انځور: J. Scott Applewhite/AP/dpa/picture alliance

ددغي بودجې تقریبأ نیمايي برخه، یعني ۸۵۸ ملیارډه ډالره نظامي بودجه تشکیلوي ، چي ۴۴،۹ ملیارډه یې د اوکراین سره د نورو نظامي، اقتصادی او بشري کومکونو دپاره دي. 
په همدې حال کي د چین حکومت د امریکا په نوې بودجه کي نظامي مسایلو ته د دومره ډیرو پيسو پراختصاصیدو باندي انتقاد کړی دی، کومه چي هیڅ وخت پدې اندازه لوړه نه وه. د چین د خارجه وزارت په یوه اعلامیه کي نن شنبه راغلي، دغه بودجه داسي ضمایم لري، چي د « تایوان په تنګلاره کي سولي او ثبات ته جدي خطر پيښوي».